1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د منځني ختيځ د سولې طرحه به ډير ژر خپره کړم

۱۳۹۸ بهمن ۴, جمعه

ترمپ غواړي د اسرائيل او فلسطينيانو تر منځ د سولې يوه تازه طرحه وړاندي کړي. د اسرائيل لومړی وزير او د اپوزيسيون مشر سپينې ماڼۍ ته بلل شوي دي. فلسطينيان وايي که طرحه يوه اړخيزه او د اسرائيل په ګټه وي، نه يې مني.

https://p.dw.com/p/3Wkfn
Westjordanland Protest gegen Donald Trump | Ausschreitungen und Gewalt bei Nablus
انځور: Reuters/M. Torokman

دونالد ترمپ ويلي دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به په منځني ختيځ کې خپله د سولې تازه طرحه خپره کړي. هغه بنيامين نتنياهو او د هغه انتخاباتي سيال بني ګانتز د ليدنې په موخه، د سه شنبې ورځې (د جنوري ۲۸مه) له پاره سپينې ماڼۍ ته وربللي دي.

د امريکا ولسمشر دغه خبرې د پنجشنبې ورځې په ماښام، فلوريدا ايالت ته د خپل سفر پر مهال د هوايي ځواکونو په يوه الوتکه کې خبريالانو ته وکړې.

»د فلسطينيانو په ګټه طرحه«

ترمپ هيله مندي ښکاره کړه چې د سولې طرحه به يې بريالۍ او د اجرا وړ وګرځي. هغه وويل چې په دې اړه له فلسطينيانو سره هم خبرې شوي دي او نورې ډيرې خبرې اترې هم په مخ کې شته.

هغه روښانه کړه: «ډاډه يم چې فلسطينيان به په لومړي سر کې منفي غبرګون ښکاره کړي، خو په واقعیت کې دغه طرحه تر ډيره د هغوی په ګټه ده.«

د ترمپ مرستيال مايک پنس تر دې وړاندې په بيت المقدس کې له بنيامين نتنياهو سره د کتنې پر وخت ويلي ول چې ترمپ د اسرائيلو دوه رهبران، د خبرو اترو له پاره سپينې ماڼې ته وربللي کړي دي.

د پنس په خبره، په دغو خبرو اترو کې به پر مهمو موضوع ګانو، لکه په بيت المقدس کې د سولې د تامين پر موضوع بحث وشي.

Weltwirtschaftsforum 2020 in Davos | Donald Trump, Präsident USA
ترمپ ويلي چې نوې طرحه يې د فلسطينيانو به ګټه ده، خو اسرائيل بيا ويلي چې فلسطينیان به يې ونه منيانځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

په اسرائيلو کې انتخابات

دغه ليده کاته د اسرائيل تر پارلماني انتخاباتو شاوخوا دوه مياشتې مخکې ترسره کيږي. د اسرائيل پارلماني انتخابات په مارچ مياشت کې ترسره کيږي. دا په تير یوه کال کې دريم انتخابات دي چې کیږي.

د نتنياهو په مشرتوب ښی اړخي ليکود ګوند، تر اوسه نه دی توانيدلی چې د يو ائتلافي حکومت د جوړيدو له پاره د استازو اکثريت راېې وګټي.

همدا علت دی چې ترمپ د اسرائيل د راتلونکي حکومت دوه اصلي نوماندان سپينې ماڼۍ ته دعوت کړي دي.

نتنياهو د ترمپ د بلنې هرکلی کړی دی او ويلي يې دي چې ډير هيله مند دی چې دغه تاريخي فرصت له لاسه ونه وځي.

متفاوته طرحه

د ترمپ زوم، جرد کوشنر د اسرائيل او فلسطين تر منځ د سولې د نوې طرحې په جوړيدو کې مهم رول لري. د هغه په خبره، په دغې طرحه کې له هغه پخواني نړيوال فورمول څخه چې د اسرائيل او فلسطین تر منځ د يو ځای اوسيدو وړاندوينه پکې کيږي، ډډه شوې ده.

په اسرائيل کې د ترمپ د حکومت اقدامات، لکه بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېني په توګه په رسميت پيژندل او له تل ابيب څخه دغه ښار ته د امريکا د سفارت راوړل، په فلسطيني سيمو کې د تازه ښارګوټو له جوړيدو سره د هغه نه مخالفت کول، او د فلسطیني مهاجرو اړوند پر نړيوالو سازمانونو د مرستو بندول به د دې لامل شي چې فلسطينيان به د هغه د سولې طرحې ته دومره خوشبينه نه وي.

غبرګونونه

د اسرائيلو ۱۳ تلويزيوني شبکې ويلي دي، کومه طرحه چې ترمپ غواړي وړاندي کړي، له يوې مخې د اسرائيلو په ګټه ده او تمه ده چې فلسطين به هغه له ځنډ پرته رد کړي.

د فلسطين د مشر محمود عباس وياند، نبيل ابو رودينه، د ترمپ د نوې طرحې په اړه ويلي دي: »که څه هم دغه طرحه د هماغه پخوانيو موادو حاوي ده، فلسطينيان به د خپلو حقونو له پاره په يو لړ اقداماتو لاس پورې کړي.«