1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د طالبانو سره لا هوکړي ته نه يو رسېدلي

۱۳۹۸ شهریور ۹, شنبه

د امریکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ويلي چي امريکايان لا تر اوسه د افغانستان د وسله والې ډلې طالبانو سره کومي هوکړي ته نه دي رسېدلي. ترمپ دا څرګندونې د جمعې په ورځ وکړې.

https://p.dw.com/p/3On4q
Donald Trump
انځور: Reuters/K. Lamarque

دونالد ترمپ د جمعې په ورځ (۲۰۱۹ کال د اګست ۳۰مه نېټه) په واشنګټن کي و ژورنالستانو ته وويل چي د امريکا استازي لا تر اوسه د طالبانو سره هوکړي ته نه دي رسېدلي. د هغه په وينا خبري ښه پر مخ رواني دي. دواړي خواوي د قطر په دوحه کي په افغانستان کي د تيرو ۱۸ کالو راهيسي روانې جګړې پر سر خبري اتري کوي.

له دې مخکي دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ و »فاکس نيوز« نومي تلويزيون ته ويلي ول چي د امريکا متحده ايالات به په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر له ۱۴۰۰۰ څخه و ۸۶۰۰ ته راټيټ کړي. ترمپ زياته کړې وه چي که حتی د طالبانو سره کومه هوکړه هم رامنځ ته سي نو په بشپړه توګه به امريکايي عسکر له افغانستان څخه نه وځي.

په غبرګون کي په قطر کي د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين ويلي ول چي بېله د امريکايي عسکرو د وتلو څخه هيڅ ډول هوکړه ممکنه نه ده.

RTRD1/A.A.