«د سولي خبرو د شرط په توګه طالبان باید تاوتریخوالی لږ کړي»
۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبهد سویس په داووس ښار کې له ولسمشر غني سره د ملاقات پرمهال د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ وویل چې له امریکا متحده ایالاتو سره د طالبانو د سولې د خبرو د بریا له پاره دغه ډله اړ ده چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته تغیر ورکړي.
نوموړي په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمښت ته اشاره وکړه.
سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسمشر ترمپ او د غني د ملاقات په هکله ویلي: «ولسمشر ترمپ د طالبانو له لوري په بې ساري او دومداره توګه د تاوتریخوالي پرکمښت ټینګار وکړ چې له کبله به یې د افغانستان د راتلونکي په هکله هر اړخیزو مذاکراتو ته زمینه برابره شي.»
په ورته وخت کې تیره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، په واشنګټن کې ویلي ول چې طالبان چمتو دي چې د تاوتریخوالي د کمښت په هکله د امریکا دغې غوښتني ته مثبت ځواب ووايي.
سربیره پر دې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پر طالبانو ږغ وکړ څو له افغان حکومت سره مستقیمي خبرې هم پیل کړي، داسې یوه غوښتنه چې طالبانو تر اوسه پورې رد کړې ده.
(K.H/N.Z(dpa