1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ پر مخالفانو حمله وکړه او کرونا يې بې خطره وبلله

۱۳۹۹ تیر ۱۵, یکشنبه

د امريکا د خپلواکۍ جشن په معول ډول غيرسیاسي وي، خو ترمپ د همدې ورځې په مناسبت ويناو کې هم پر خپلو مخالفانو شديدې حملې وکړې. هغه د چپيانو په ګډون، خپل سياسي مخالفان او منتقدان افراطيان، بلواګر او چپاولګران وبلل.

https://p.dw.com/p/3eorW
USA, Washington I Donald Trump I Salute to America
انځور: Reuters/C. Barria

 د امريکا متحده ایالاتو پنځه څلويښتم ولسمشر، د دغه هيواد د خپلواکۍ ورځې (د جولای ۴مه) په مناسبت دوو جلاو مراسمو کې ويناوې وکړې. ترمپ لومړی د سويلي داکوتا ایالت د راشمور غره په لمن او بيا يې د شنبې ورځې په ماښام په واشنګتن کې د سپينې ماڼۍ په انګړ کې وينا وکړه.

ترمپ په دواړو ويناو کې پر خپلو سياسي مخالفانو او هغو کسانو چې څو اوونۍ مخکې يې د پولیسو تاوتريخوالو او توکمپالنې ضد لاريونونه کول، سختې نيوکې وکړې. خو د کرونا موضوع څخه يې يوازې د سپينې ماڼۍ په مراسمو کې يادونه وکړه، هغه موضوع چې د ترمپ د بحران پر وړاندې د مديريت سياستونه يې تر شديدو نيوکو لاندې راوستي دي.

دونالد ترمپ د امريکا د خپلواکۍ جشن په مناسبت، په سپينې ماڼۍ کې د «امريکا له اتلانو» څخه ستاينه وکړه. د هغه په خبره امريکايي اتلان د آلمان پر نازيانو، فاشيستانو، کمونيستانو او تروریستانو باندې غالبه شول او «امريکايي ارزښتونه» يې ژوندي وساتل.

هغه د پولیسي تاوتريخوالو او توکمپالنې ضد لاريونونو په اړه وویل: «موږ اوس مهال د کيڼ اړخو افراطيانو، مارکسيستانو، انارشيستانو، بلواګرو او چپاولګرانو ته د ماتې ورکولو په حال کې يو.»

له ترمپ څخه د مخه نورو ولسمشرانو د امريکا د خپلواکۍ ورځ د يوې ملي ورځې په توګه لمانځله او دغه ورځ يې مينې او يووالي ته د بلنې يو ښه فرصت ګاڼه، خو ترمپ له دغه فرصت څخه بل ډول استفاده وکړه. هغه پر خپلو سياسي رقيبانو او منتقدانو باندې حملې وکړې. په ځانګړې توګه دغه حملې د متحده ايالاتو د راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو سره په تړاو وې، کوم چې په پام کې ده د همدې کال (۲۰۲۰) د نومبر مياشتې په دريمه ترسره شي.

BdT I BdTD I Bild des Tages I USA, Washington: Feuerwerk I Independence Day
د امريکا د خپلواکۍ ورځ د جولای ۴مهانځور: Getty Images/D. Angerer

د تورپوستي امريکايي، جورج فلويد تر وژنې وروسته په امريکا کې پراخ اعتراضي لاريونونه پیل شول چې تر اوسه ادامه لري. فلويد د پولیسو د يوه ماموريت پر مهال د پولیسو د تاوتريخوالو په نتيجه کې مړ شو.

د دغو اعتراضونو يوې برخې، په امريکا کې د مرييتوب د وخت ميراثونو په توګه د توکمپالنې ضد بحثونه راوپارول او اعتراض کونکو په يو شمير ښارونو کې پر هغو مجسمو او د يادښت پر ودانيو هجوم يا حملې کړي، کوم چې د برده ګۍ يا مرييتوب له حاميانو سره تړاو لري.

ترمپ په سپينې ماڼۍ کې هغه خبره چې د راشمور غره په لمن کې يې کړې وه بيا تکرار کړه: «موږ، قهرجنو بلواګرو ته هيڅ وخت اجازه نه ورکوو چې زموږ تاريخي مجسمې او د يادښت ودانۍ تخريب او یا زموږ تاريخ پاک کړي.»

ترمپ په دغې وينا کې د کرونا ناروغۍ سره د مقابلې په برخه کې د ده پر حکومت شوو پراخو نیوکو ته هم اشاره وکړه او ادعا يې وکړه چې په دې برخه کې د حکومت تګلاره موثره ده او ډير پرمختګونه په کې شوي دي.

هغه وویل په امريکا کې پر کرونا ناروغۍ باندې اخته کيدل، ۹۹ سلنه بې خطره ده. ترمپ دا هم وويل چې احتمال لري د کرونا ناروغۍ واکسين يا يې د اخته کيدو د مخنيوي له پاره يو ډول درمل «د کال تر پای ته رسيدو څخه ډير مخکې» توليد شي.

دويچه ويله ف/م.ک.ص./م.ن.ص

د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (10.11.2016):