1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د ايران مشر دې خپلو خبرو ته ډير پام وکړي

۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د امريکا او اروپايي هيوادونو په اړه د ایران د روحاني رهبر وروستۍ خبرې پارونکې وبللې. خامنه يې درې اروپايي هيوادونه (آلمان، فرانسه او بريتانيا) «حقير او د امريکا مزدوران» بللي دي.

https://p.dw.com/p/3WOhl
USA Präsident Donald Trump in einer Kundgebung in Ohio
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Martin

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د ايران د رهبر هغو خبرو ته چې د جمعې لمانځه (د جنوري ۱۷مه) په خطبو کې يې کړي خبرداری ورکړی او ويلي دي چې هغه دې خپلو خبرو ته پام وکړي.

د ايران رهبر علي خامنه ای، وروسته د شاوخوا اتو کلونو او د قاسم سليماني تر وژنې وروسته د لومړي ځل له پاره د تهران د جمعې لمانځه د امام په توګه راڅرګند شو.

د ايران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سليماني د روان کال د جنوري مياشتې په دريمه د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امريکايي ځواکونو په حمله کې ووژل شو. په دغه حمله کې د حشد الشعبي ډلې مرستيال، ابو مهدي المهندس په ګډون د سليماني ټول ملگري هم ووژل شول.

د ايران سپاه پاسدارن د قاسم سليماني او د هغه د ملګرو د وژل کيدو په غبرګون کې په عراق کې د امريکايي ځواکونو دوه اډه په توغنديو وويشتلې. تر هغه څو ساعته وروسته يوه اوکرايني مسافر وړنکې الوتکه د ايران د هوايي دفاعي ځواکونو له خوا په نخښه او راوغورځول شوه. دغه الوتکه د تهران له هوايي ډګر څخه پورته شوې وه او ټوله ۱۷۶ تنه سپاره کسان په کې ووژل شول. ايران تر دوو ورځو وروسته ومنله چې دغه الوتکه «د انساني تيروتنه» په نتيجه کې راغورځول شوې ده.

مظاهره کونکو ته غبرګون

د دغې پيښې په غبرګون کې د ايران په مختلو ښارونو کې مظاهرې ترسره شوې. د دغو مظاهرو په جريان کې حتی د قاسم سليماني څو پوسترونه او انځورونو هم وشکول شول. خامنه يې د جمعې ورځې په خطبه کې د دغو کسانو په اړه غبرګون ښکاره کړ او په ډيره شديده توګه يې د هغوی ايراني توب تر پوښتنې لاندې راوست.

د ايرن رهبر د سليماني وژنه يو «غلچکی او بزدلانه ترور» وباله او ادعا يې وکړه چې دغه کار د «امريکا د بې عزته حکومت د مخ تورۍ سبب» واقع شوی دی. خامنه اي همدا ډول د ايران د اتومي پروګرام په مقابل کې درې اروپايي هيوادونه آلمان، فرانسه او بريتانيا، «حقير او د امريکا مزدوران» وبلل.

تند شعارونه

دونالد ترمپ په يوه تويټري پيغام کې چې فارسي ژباړه يې هم خپره شوې د خامنه اي دغو خبرو ته غبرګون ښودلی او تر څنګ يې د مظاهرو په جريان کې د خامنه يې ضد شعارونو ته هم اشاره وکړه.

په ظاهره کې د ترمپ اشاره هغو شعارونه ته وه چې په ايران کې د تيرو ورځو مظاهرو په جريان کې د مظاهره کونکو له خوا ويل کيدل. په ټولنيزو رسنيو کې د ايران له مظاهرو څخه په خپرو شوو ويډيوګانو کې د وسلوالو ځواکونو عمومي قوماندان دې استعفا وکړي، سپاه جنايت کوي، د فقيه ولايت پر اصل باندې مرګ ... په څير شعارونه ورکول کيږي.

آلمان، بريتانيا او فرانسه

د جمعې د لمانځه په خطبه کې د علي خامنه يې په خبرو کې يو تند غبرګون هم هغو درو اروپايي هيوادونو ته وو چې د ايران اتومي پروګرام پر وړاندې يې تازه دريځونه غوره کړي دي.

بريتانيا، فرانسې او آلمان د جنوري په ۱۴مه په يوه ګډ اقدام کې د ايران د اتومي پروگرام په اړه د اختلافي موادو د حل مکانيزم فعال کړ. دغه اقدام کولای شي دغه دوسيه د امنيت شورا ته راجع کړي چې کيدای په نهايت کې د ايران پر ضد د نړيوال تحريم سبب واقع شي.