1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د امریکا تر وتلو وروسته طالبان واک ترلاسه کولی شي

۱۳۹۸ اسفند ۱۶, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ وویل، تر هغه وروسته چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي نو د دې امکان شته چې طالبان دې قدرت ونيسي.

https://p.dw.com/p/3Yz5p
USA Washington Weißes Haus | Donald Trump, Präsident
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Balce Ceneta

ترمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «هیوادونه باید پخپله د ځان ساتنه وکړي.» هغه زیاته کړه: «تاسو کولی شي یوازې د یوې مودې له پاره د یو کس [یوه هیواد] لاس ونیسئ [ترې ملاتړ وکړئ].»

کله چې له ولسمشر ترمپ څخه وپوښتل شول چې ایا طالبان کیدای شي یو وخت واک ته ورسیږي، نو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په ځواب کې وويل چې «په پلان کې نه ده چې داسې وشي، خو کیدای شي دا څه ترسره شي».

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «موږ نه شو کولای د راتلونکو نورو شلو کلونو له پاره هم هلته پاتې شو. شل کاله کیږي چې موږ هلته یوو او د هغه هیواد محافظت کوو، خو موږ نه شو کولو چې [د شلو نورو کلونو له پاره هم پاتې شو] ... یو وخت باید هغوی پخپله د ځان محافظت وکړي.»

ترمپ روښانه کړه چې لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته افغان حکومت د ځان د ساتنې وړتیا لري او که نه. هغه زیاته کړه: «زه نه پوهیږم. دې پوښتنې ته ځواب نه شم ویلی [...] موږ باید انتظار وباسو او ووینو چې څه کیږي.»

(ms/nz (AFP