1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ترمپ د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان مرسته غوښتې

۱۳۹۷ آذر ۱۲, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته یو لیک استولی او له هغه څخه یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/39K7l
Bildkombo Donald Trump und Imran Khan

د پاکستان د معلوماتو وزیر فواد چاودري، د دوشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر دونالد ترمپ، د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه په يوه لیک کې غوښتنه کړې ده چې اسلام آباد دې د افغانستان د سولې د خبرو په برخه کې د خبرو میز ته د طالبانو په راوستلو کې مرسته وکړي.

امریکا متحده ایالات او افغانستان تل پر پاکستان باندې تور لګوي چې که څه هم د طالبانو پر مشرانو نفوذ لري خو دغه ډله د سولې خبرو ته نه هڅوي. پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې یوازې د تسهیلوونکي نقش لوبولی شي.

چاودري رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «ولسمشر ترمپ یو لیک استولی دی. هغه د سولي خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې د پاکستان د مرستي غوښتنه کړې ده.»

ولسمشر دونالد ترمپ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د کار له پیلولو سره پر پاکستان باندي سختي نیوکې وکړې او اسلام آباد ته یې خپلې پوځې مرستي له دې کبله ودرولې چې دغه هیواد د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته نه کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، هم په وار وار سره ټینګار کړی دی چې پاکستان باید د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او د سولي له بهیر سره مرسته وکړي.

ترمپ غواړي د افغانستان ۱۷کلنه جګړه پای ته ورسوي او له همدې کبله یې په دې وختونو کې ادارې خپلې هڅې پراخې کړي دي. په دې وروستیو وختونو کې د امريکا پخوانی سفیر زلمي خلیلزاد، هم د سولي په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی دی چې تر اوسه پوري یې له بیلابیلو اړخونو سره خبرې اترې کړي دي.