1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او کيم د دواړو کورياو پر ګډې پولې سره وليدل

۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبه

دونالد ترمپ د امريکا متحده ايالاتو د لومړي ولسمشر په توګه د شمالي کوريا خاورې ته ورداخل شوی دی. له واکمن کيم جونګ اون سره يو ځای هغه له غير نظامي ساحې څخه راغی او د شمالي کوريا خاوري ته واوښت.

https://p.dw.com/p/3LLqk
USA | Nordkorea | Entmilitarisierte Zone | Donald Trump | Kim Jong Un
انځور: Reuters/K. Lamarque

د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا د دولت مشر، کيم جونګ اون د دواړو کورياو د ګډې پولې په اوږدو کې سره وليدل. د لومړي برحاله امريکايي ولسمشر په توګه ترمپ د کمونيستي شمالي کوريا خاورې ته هم ورننوت.

هغه د پانمونجوم په نوم ځای کې له فاصل خط يعنې سرحدي کرښې څخه واوښت. ترمپ وويل: »زه وياړم چي له دغي کرښي تيريږم«. ورپسې ترمپ او کيم په ګډه د سويلي کوريا خاورې ته ورداخل شول چېرته چې د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای اين ورسره وليدل. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن او پيونګ يانګ په اصل کې هيڅ ديپلوماتيک روابط نه سره پالي.

دغه ليدنه چې په ناڅاپه توګه پلان شوې وه، ترمپ لږ مخکې له مون سره يو ځای په سئول کې اعلان کړې وه. پيونګ يانګ هم دغه وړانديز منلی وو.

د متحده آيالاتو ولسمشر اعلان وکړ چې غواړي کيم ته «يوازې ژر لاس ورکړي او سلام ورته وايي». د پانمونجوم په ليدنه کې ترمپ کيم ته واشنګټن ته د سفر کولو بلنه هم ورکړه.

کيم: د ترمپ اقدام يو «ډېر زړور عمل» وو

کيم له ترمپ سره خپله شخصي رابطه «عالي» وبلله. د روغبړ پر وخت يې د متحده ايالاتو ولسمشر ته وويل چې خوشحاله دی چې له هغه سره بيا ويني. د هغه په خبره داسې تمه يې نه وه چې له هغه سره به په دغه ځای کې داسې ژر وويني.

کيم دا هم وويل چې يو بل ته لاس ورکول «د سولې له پاره ډېر اهميت» نه لري. هغه ټينګار وکړ چې «موږ به تېر هېر او راتلونکي ته په ګډه ګام پورته کړو.» د ترمپ دغه اقدام نوموړي يو «ډېر زړور عمل» وباله.

دغه ليدنه د دواړو سياستوالو تر منځ دريمه دا ډول پېښه ده. د ۲۰۱۸م کال په جون مياشت کې په سينګاپور کې د لومړۍ سرمشريزې په ترڅ کې شمالي کوريا د بې اتومي کولو خبره منلې وه. خو د مشخصو اقداماتو پر سر هغه وخت کومه موافقه ونه شوه. په فبرورۍ مياشت کې په هانوی کې يوه بله سرمشريزه ناکامه شوه، ځکه چې دواړه غاړې يو بل ته نزدې نه شوې. له هغه وخت راهيسې د واشنګټن او پيونګ يانګ تر منځ اتومي خبرې په ټپه ولاړې دي.

(N.S/N.Z (Reuters, AFP, AP, dpa