1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترمپ او مودي په افغانستان کې د همکارۍ پر سر خبري کړي»

۱۳۹۷ دی ۱۸, سه‌شنبه

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د هند له لومړي وزير نريندر مودي سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د تجارت پر پراخوالو او په افغانستان کې د همکارۍ د ډېرښت پر سر خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3BAfW
Bild-Kombi Modi Trump

سپيني ماڼۍ ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د هند لومړي وزير نريندر مودي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جنوري ۷ نيټه) په يوه تليفوني تماس کې د واړو هيوادونو ترمنځ پر تجارتي اړيکو خبري کړي دي.

د سپيني ماڼۍ په اعلاميه کې ويل شوي دي: «دواړو مشرانو په ۲۰۱۹م کال کې د امريکا او هند ترمنځ د ستراتيژيک شراکت د پياوړي کولو پر سر توافق وکړ او د هند او امريکا ترمنځ د تجارتي کسر د کمښت، د هند – پاسيفيک ساحې د امنيت د پراخولو، د دې ساحې د غوړيدو او په افغانستان کې د همکارۍ د پراخولو  په موخه نظرونه سره تبادله کړل.»

امريکا له هنده د اوسپنې او الومونيمو پر وارداتو د ترمپ د هغې تگلارې له مخې تعرفي لگولي دي چې غواړي د امريکا د تجارت کسر راټيټ کړي او توليدي کارځايونه ډېر کړي.

هند د غچ اخيستونکو اقدامات گواښ کړی وو، خو ويلي يې دي چې د روانې مياشتې تر پايه پورې به هیڅ ډول اقدام و نه کړي.

يوه امريکايي چارواکي تيره مياشت ويلي ول چې ترمپ په افغانستان کې د خپلو مېشتو ۱۴۰۰۰ عسکرو له جملې څخه د ۵۰۰۰ د راويستلو پلان لري.

په افغانستان کې د پوځي حضور په کمولو سره به امريکا متحده ايالات هلته خپل نور ماموريته لکه افغان امنيتي ځواکونو ته روزنه مشورې او همدا راز د وسله والو طالبانو او نورو ډلو پر ضد د هوايي عملياتو کمپاين هم محدود کړي.