1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: امريکايان دوه مرګونې اوونې په مخ کې لري

۱۳۹۹ فروردین ۱۷, یکشنبه

د نړۍ په سطحه د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډير مبتلایان امريکايان دي. ترمپ اوس په ناڅاپي توګه د قربانيانو د لوړ شمير څخه خبره کوي. هغه راروانې دوه اوونۍ د امريکا خلکو ته سختې ورځې او يوه «ډيره وحشتناکه دوره» ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/3aTIC
New York City Coronavirus Krankenhaus Abtransport Leiche
انځور: Reuters/A. Kelly

د امريکا متحده ايالاتو کې د کرونا ناروغۍ د مبتلايانو شمير له ۳۱۱۰۰۰ څخه اوښتی دی. د جانز هاپکينز پوهنتون له خوا د خپرو شوو ارقامو پر اساس، په امريکا کې د کرونا ناروغۍ د قربانيانو شمیر له ۸۴۰۰ څخه اوښتی دی.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ، په عين وخت کې د سختو او وحشتناکو ورځو څخه يادونه کړې ده. هغه ويلي دي: «موږ داسې ورځو ته ورنژدې کيږو چې ډيرې وحشتناکه به وي.»

هغه په سپينه ماڼۍ کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو او د امريکا خلکو ته وويل: «دغه ورځې به ډير قربانيان پر ځای پريږدي.»

ترمپ د خپلو خبرو په ادامې وويل چې: «موږ به ښايي هيڅ کله د دا ډول اعدادو او ارقامو تجربه نه وي کړي. ښايي د جنګونو په دورو کې مو دا ډول قربانيانې ورکړي وي، د لومړۍ نړيوالې جګړې او يا د دوهمې نړيوالې جګړه په جريان کې.»

د امريکا جمهور رئيس وويل چې په راتلونکو دوو هفتو کې به وضعيت په شدیده توګه خراب شي. دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس هم د نيويارک په ګډون د امريکا د يو شمیر سيمو په اړه د خراب او بحراني وضعيت رپوټونه ورکول کیږي.

په ورځ کې ۲۶۰۰ قربانيان؟

کارپوهانو هم په امريکا متحده ايالاتو کې وړاندوينه کړې چې په راتلونکو لسو ورځو کې به په دغه هیواد کې د قربانيانو شمیر ډير زیات سي.

دبورا بريکس، چې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دونالد ترمپ سلاکاره ده وړاندوينه کوي چې امريکا به د روانې ميلادي مياشت (اپريل) تر نيمايي پورې هره ورځ د کرونا ناروغۍ ۲۶۰۰ قربانيان ولري.

د واشنګتن په پوهنتون کې د «روغتيايي معيارونو او د ناروغيو د ارزونې» د موسسې کارپوهانو بيا وايي چې په امريکا کې به د کرونا ناروغۍ د قربانيانو شمير تر اپریل مياشتې تر پایه پورې له ۷۰ زرو هم واوړي.


په امریکا متحده ايالاتو کې د کرونا ناروغۍ د قربانيانو د شمير د لوړيدو خبره په داسې وخت کې مطرح کیږی، چې دغې اوبا تر اوسه د نړۍ په سطحه د ۶۵۰۰۰ کسانو ژوند اخیستی دی.

د امريکا د نورو سيمو په پرتله په نيويارک ايالت کې وضعيت ډير خراب دی. په دغه ايالت کې تر ۱۱۳ زره کسان په کرونا ويروس اخته او ۳۶۰۰ کسان مړه سوي دی.

په داسې حال کې چې امريکا اوس د کرونا ناروغۍ د شيوع په مرکز باندې اوښتې ده، ولسمشر دونالد ترمپ خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې له ماسکونو څخه استفاده وکړي. ترمپ تر دې وړاندې د کرونا ناروغۍ د خطر په اړه دومره سختې خبرې نه وې کړې.