1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۲۰۰۰ ‌ډیر مهاجر له ډوبیدو ژغورل شوي

۱۳۹۶ فروردین ۲۶, شنبه

دغو مهاجرو غوښتل چې په بادي او لرګينو کیشتیو کې د لیبیا له ساحل څخه ځانونه ایټالیې ته ورسوي. مرستندویه سازمانونه او د ایټالیې ساحلي ګارد د ژغورنې د ګډو عملیاتو پر مهال له وحشتناکو صحنو سره مخامخ شوي دي.

https://p.dw.com/p/2bH9u
Libyen Mittelmeer - Flüchtlinge von Schlauchboot gerettet
انځور: Reuters/D. Zammit Lupi

د ایټالیې ساحلي ګارد په حواله په مجموع کې ۲۰۷۴ تنه مهاجر د لیبیا له ساحل څخه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لیري د ژغورنې د بی وقفې عملیاتو په ترڅ کې ډاډمنو ځایونو ته انتقال شوي دي. ساحلي ګارد د ژغورنې عملیات ډیر ستونزمن بللي او ویلي دي چې دوی وتوانیدل چې له یوې کیشتۍ څخه د یوه تنکي ځوان مهاجر مړی هم را وباسي.

د رویټرز خبري آژانس د عکاس دارین څامټ لوپي، له خوا په اخیستل شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې څنګه یو شمیر مهاجر د ژغورنې د ماموریت پر مهال له کیشتیو څخه په اوبو کې را لویږي او په ډیرې ناهیلئ او بې اعتمادۍ سره لامبو وهي.

لوپي وایې: «د ۱۹ کلونو راهیسې چې زه د مهاجرت په هکله رپوټونه جوړوم، ما هیڅ کله هم داسې یو څه نه وو لیدلي.»

د رویټرز خبري آژانس دغه عکاس د (MOAS) یا د مهاجرو د سمندري ژغورنې ماموریت مرستندویه سازمان په فونیکس نومي، کیشتۍ کې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال موجود وو.

د ژغورل شویو کسانو تر نیمایې ډیر یعني ۱۱۴۵ انسانان د بی سرحده ډاکترانو د دوو ژغورونکو کیشتیو په وسیله پورته کړای شول. همدارنګه د مرستندویه سازمانونو او ساحلي ګارد د دریو کیشیو په وسیله هم مهاجر ژغورل شوي.

بی سرحده ډاکترانو په خپل تویتر کې لیکلي دي: «د مدیترانې سمندر به په ۲۰۱۷ کال کې هم د یوې هدیرې په توګه باقي پاتې شي.»

په همدا وروستیو کې د فرونټکس په نوم د اروپا د سرحدونو د ساتنې آژانس د لیبیا په ساحل کې د شخصې مرستندویه سازمانونو د ژغورنې پر ماموریت انتقاد کړی وو. د فرونټکس په حواله د دغو مرستندویه سازمانونو د ژغورنې ماموریت د دې سبب ګرځي چې خلک د مدیترانې سمندر له لارې مهاجرت ته تشویقیږي یا په بل عبارت دغه کسان په دې هيله مهاجرت ته زړه ښه کوي چې د خطر په صورت کې به د مرستندویه سازمانونو د سمندري ژغورنې ماموریت په ترڅ کې په سمندر کې له ډوبیدو څخه وژغورل شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):