1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۱۱۰۰۰ ډیرو ساینسپوهانو د اقلیمي بیړني حالت خبرداری ورکړی

۱۳۹۸ آبان ۱۵, چهارشنبه

په زرهاو ساینسپوهانو په یوې ګډې اعلامیه کي د اقليم د بدلون پر ضد د نه کار په صورت کي د انسانانو د راتلونکې يو تیاره انځور ترسیم کړی. هغوی ویلي چي د اقليم بدلون تر هغه لا چټک دی لکه پخوا چي يې اټکل کيده. 

https://p.dw.com/p/3SZQe
Indien Wasser und Umwelt
انځور: Getty Images/AFP/A. Dey

د اقليم په هکله د ملګرو ملتو تر غونډي څه نا څه څلور اونۍ مخکي، له ۱۵۳ هيوادو څخه څه د پاسه ۱۱۰۰۰ ساینسپوهانو د بيو ساينس په نامه ځانګړي ژورنال ته ليکلي چي که انسانان هوا ته د ګلخانه يي او نورو ګازونو د پورته کيدو پر وړاندي چي د اقليم د بدلون سبب ګرځي، اساسي او دوامداره تدابير و نه نيسي نو د بشريت د سخت ناورين مخه به ونه نيول سي.

د دغو ساینسپوهانو، چي ۸۷۱ تنه يي له آلماني پوهنتونو او انستسيتونونو څخه دي، په يوه ګډه اعلاميه کي زياته سوې ده چي د اوسنيو ارقامو له مخي داسي ښکاري چي د اقليم يو سخت اضطراري حالت رامنځ ته کیدونکی دی.

د سدني له پوهنتون څخه د پلټني مرستيال ليکوال توماس نيوسام، ويلي چي په دې ډول کارپوهان يو اخلاقي مکلفيت لري چي بشريت ته له هر ډول ګواښ څخه خبرداري ورکړي. ويليم ريپل چي له خپل همکار کرستوفر وولف، سره يي په ګډه د دې اعلاميي مشري کوله وايي چي »که څه هم په نړيواله کچه له ۴۰ کلونو راهيسې هڅي رواني دي خو بيا هم لکه د پخوا په شان دغه بحران تر کنترول لاندي نه دي راغلی».

هغه زیاته کړې ده چي د اقليم بدلون اوس هم موجود دی او تر هغه لا په چټکۍ سره روان دی چي يي کارپوهانو اټکل کړی وو.

په شپږو برخو کي بدلون

کارپوهانو په اعلامیه کې په ځانګړې توګه په شپږو برخو کي د بدلون غوښتنه کړې ده: نوې کيدونکې انرژۍ ته اوښتل، د ميټان او دود راکمول، د ځنګلونو او باطلاقونو ساتنه، د نباتي محصولاتو څخه کاراخيستل او د حيواني محصولاتو راکميدل، په نړيوال اقتصاد کي دوامداره بدلون او د نفوس د ډيروالي مخنيوي.

کارپوهان که څه هم زياتيدونکو اقليمي فعالانو او د Fridays for Future په ډول پاڅونونو له کبله، ځانونه پياوړي بولي خو د هغوي په خبره بايد لا ډير نور څه هم  تر سره سي. دغو کارپوهانو ویلي دي: »د ساینسپوهانو د يوه نړیوال ایتلاف په توګه موږ چمتو یو چي د یوې باثباته او پر مساوات ولاړې راتلونکې له پاره یو عادلانه بدلون رامنځ ته کړو.»

د کارپوهانو د دغې اعلاميي له خپریدو سره د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول د پاريس له تړون څخه د خپلو اړيکو پای ته رسول اعلان کړل او په دې ډول يي د مظاهرو لړۍ ته لاره هواره کړه. ترمپ د ۲۰۱۷ کال په جون میاشتې خپله دغه پریکړه اعلان کړې وه. د پاريس اقليمي تړون پوره درې کاله مخکي تصويب سو.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مايک پمپيو، ويلي چي »هيواد به يي له نورو متحدينو سره ګډ کار وکړي چي د اقليمي بدلون د اغيزو پر وړاندي يي مقاومت زيات سي.«

G.P/M.J/dpa