1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

تر کېلې پوستولو وروسته حتماً لاسونه پرېمنځئ

۱۳۹۷ دی ۲۸, جمعه

کېله د ډيرو خلکو خوښه ده. دغه مېوه په ونه کي له پخېدو تر پلورلو ډير وخت نيسي او پوست ئې په داسي موادو لړلی وي چي د انسان روغتيا ته تاوان رسوي!

https://p.dw.com/p/3BlT8
Plastik im Supermarkt
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kusch

د کېلې پوست ډيري گټي لري. د بېلگې په توگه که هغه وچ کړل سي کيدای سي چي په کور کي گلانو ته د کود په ډول ورکړل سي. په آلمان کي د مصرف کوونکو د حقوقو د ساتلو اداره توصيه کوي چي د کېلې تر پوستولو وروسته خپل لاسونه پرېمنځئ.

کېله د گرمو مځکو هغه مېوه ده چي بوټی ئې په مځکه کي له ايښوولو سره سم بيا تر مېوې کولو او پلورو پوري ډير وخت نيسي.

د دغي مېوې پوست په داسي کيمياوي ترکيباتو لړل کيږي چي ميوه خرابه نه سي. دغه مواد ځکه په کېلو باندي وهيل کيږي چي ورستې، يا ژر غټي نه سي. نو کله چي تاسي کېله له پوسته باسئ لاسونه مو په دغو موادو ککړيږي.

څېړونکي وايي کله چي کوچنيانو ته کېله ورکوئ، هغه بايد له پوسته ايستل سوې وي او خپله هم ژر خپل لاسونه پرېمنځئ.

زموږ له ارشيف څخه: