1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د پاکستان د روغتیا وزیر هم په کرونا اخته شوی

۱۳۹۹ تیر ۱۶, دوشنبه

د پاکستان د روغتیا وزیر ویلي دي چې د کرونا د تست معاینه یې مثبته ده. تر دې څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په کرونا ویروس د اخته کیدو خبر ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/3erlc
Pakistan Quetta | Coronavirus | Zafar Mirza, State Minister of Health
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتې په ۶مه نیټه) د پاکستان د روغتیا وزیر ظفر میرزا د ټویټر د یوه پیغام له لارې په کرونا ویروس د اخته کیدو خبر ورکړ.

میرزا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د کوید۱۹ معاینه مې مثبته ده. د طبي سپارښتنو پر اساس مې ځان په کور کې قرنطین کړی او ټول احتیاط کوم.» د پاکستان دغه وزیر همدا راز لیکلي چې د کرونا نسبتاً نرمې علامې لرم او په دعا ګانو کې مې له یاده مه باسئ.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په کرونا ویروس د اخته کیدو خبر ورکړی دی. قریشي په تیر لنډ وخت کې له لومړي وزیر عمران خان سره هم ملاقات کړی وو او د پاکستان د حکومت د کابینې په غونډو کې یې هم برخه اخیستی وه. پر دې سربیره، قریشي د افغان سولې له پاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم ملاقات کړی وو.

په پاکستان کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس ۲۲۹ زره او ۸۳۱ مثبتې پیښې ثبت شوي دي او دغې وبا تر اوسه پورې د ۴ زره ۷۶۲ پاکستانیانو ژوند اخیستی دی. د حکومتي شمیرو له مخې په دې هیواد کې هره ورځ د کرونا ویروس شاوخوا ۴۰۰۰ مثبتې پیښې ثبتیږي.