1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

تر احتجاجونو وروسته چین د کرونا قیودات نرموي

۱۴۰۱ آذر ۱۰, پنجشنبه

په چین کي د کرونا د سختو تدابیرو او محدودیتونو پرضد تر اعتراضونو وروسته دغه هیواد د کرونا قیوداتو کمولو ته اشاره کړې او په ځینو منطقو کي یې حتی محدودیتونه راکم کړي دي.

https://p.dw.com/p/4KLc0
China Guangzhou | Corona-Maßnahmen | Teststation
انځور: Anadolu Agency/picture alliance

د چین د صدراعظم مرستیالي، سون شونلان پرون چهارشنبه د چین د ملي صحي مسایلو د کمېسيون په مخکي وویل چي «نوی حالت د نوو وظایفو غوښتونکی دی». هغې وویل چي د کرونا د امیکرون ډول یې د ضعیفه کیدو په حال کي دی او واکسیونونه یې هم ډیر لګول سوي دي، ځکه نو د کرونا صفر ستراتیژي، یعني مطلقو سختو تدابیرو ته ضروت نسته.

تردې دمخه د چین جنوبي ښار، ګوانګژو په کرونا د اخته کیدونکو د تعداد پر لوړیدو سربیره ډېر محدودیتونه لیري کړه. د هغې جملې څخه  به کوچنیان بیرته مکتبو ته ولاړ سي او عملاً به په درسونو کي برخه واخلي، سینماوي او رستورانتونه به هم بیرته د خلګو پر مخ خلاص سي.