1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تخار: پر مسجد هوايي بريد کې ۱۲ ماشومان وژل شوي

۱۳۹۹ آبان ۱, پنجشنبه

د چارواکو په حواله په تخار ولايت کې پر يوه مسجد په هوایي بريد کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ځيني نور ټپيان شوي دي. ماشومان د جومات زده کوونکي طالبان ول.

https://p.dw.com/p/3kGSP
Karte Afghanistan Provinz Takhar Deutsch
انځور: DW

چارواکو نن پنجشنبه (د اکتوبر ۲۲ نیټه) ويلي دي چې دغه پېښه پرون چهار شنبه ماسپښين د تخار په بهارک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د  تخار د ولايتي شورا غړي اعظم افضلي د آلمان خبري آژانس ته وويل چې په همدې سيمه کې پرون سهار طالبانو تر۴۰ زيات د افغان امنيتي ځواک غړي وژلي ول.

د تخار د والي وياند هم پر مسجد د بمبار پېښه تائيد کړې ده.

د افضلي په خبره امنيتي ځواکونو ته داسي معلومات رسېدلي ول چي گويا وسله والو طالبانو پر افغان امنيتي ځواکونو تر خونړي بريد وروسته په دغه مسجد کي پناه اخيستې ده.

خو افضلي او يوې بلې امنيتي سرچينې تائيد کړې چې وسله وال تر دې دمخه له مسجد څخه وتلي ول.

په افغانستان کې په دې وروستيو کې په دوحه کې د حکومتي او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو اترو پر پېليدو سربیره هم جگړو سخت زور اخيستی دی.

وسله وال طالبان تر اوسه د اوربند وړاندیز رد کړی دی. کارپوهان هم په دې آند دي چې يوه اوربند ته تر رسیدو دمخه اوږده او مشکل مذاکرات لا په مخکې دي.

په دې منځ کې په افغانستان په ډېرو سيمو کې جگړه دوام لري. کابو يوه اوونۍ تر مخه په هلمند کې شديده جگړه وشوه. د دې جگړې په ترڅ کې تر سلو زيات ملکيان ووژل شول او په لسونو زره د خپلو کليو او کورونو پريښودو ته اړ شول.

(dpa,afp) ب.ص/ن.ز