1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تايلنډ: شپږ فيلان په اوبو کې غرق او مړه شوي دي

۱۳۹۸ مهر ۱۴, یکشنبه

په تايلنډ کې شپږ فيلان په تراژيديک ډول مړه شوي دي. هغه په يوه ملي پارک کې له يوه ځړوبي يا آبشار څخه لوېدلي او په اوبو کې ډوب شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Qn7v
BdT | Hitze in Deutschland | Leipziger Zoo
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

دغه پېښه د «دې نېشن» په نوم ورځپاڼې په حواله د کهاو يايي ملي پارک کارکوونکو تائيد کړې ده. دغو کسانو لومړی يو تقريبا درې کلن کوچنی فيل موندلی وو چې د ځړوبي يا آبشار په اوبو کې غرق شوی وو. ورسره څېرمه يې دوه لوی فيلان هم وموندل چې ستړي ستومانه ايسېدل، خو هڅه يې کوله چې په روانو اوبو کې خپل بچی وژغوري. د پارک کارکوونکو په ورپسې لټون کې پنځه نور فيلان هم موندلي دي چې ټول په اوبو کې غرق شوي ول. د دغه پارک د ژوو او نباتاتو د ساتنې مشر، تانيا نېتيتامکول يادې ورځپاڼې ته ويلي دي چې په دې پسې د پارک دغه برخه د سيلانيانو په مخ وتړل شوه.

«د دوزخ ګړنګ»

يوه ژغورونکې ډله هم د دوو ستړو فيلانو د درملنې له پاره ورغوښتل شوې وه. دغه ځړوبی يا آبشار د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې «د دوزخ ګړنګ» بلل کيږي چې د سيلانيانو د علاقې او لېوالتيا يوه ننداره ده، ځکه چې په دې برخه کې تل وحشي فيلان ليدل کېدای شي. دغه ځړوبي ته دغسې يو وحشتناک نوم له دې کبله ورکړل شوی دی، ځکه چې ‌ډېر جګ دی او د ګړنګ په څېر شکل لري. په دغه ځای کې تر مخه هم فيلان او نور ژوي لوېدلي او مړه شوي دي. د کهاو يايي ملي پارک له پلازمېنې بانکاک څخه ۱۴۰ کيلومتره شمال ختيځ لوري ته پروت دی.

Thailand Elefanten ertranken in Khao Yai -Nationalpark
هغه دوه فيلان چې په دغه پېښه کې ژوندي پاته شوي ديانځور: picture-alliance/AP Photo/Department of National Parks

Dpa/NS/AWA