1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تازه آلمان ته راغلي افغانان د کار په بازار کې ښه چانس لري

۱۴۰۰ آبان ۴, سه‌شنبه

د يوې تازه څېړنې په حواله واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له افغانستان څخه آلمان ته کډوال شوي کسان د دغه هيواد د کار په بازار کې ډېر ښه چانسونه لري. زياته شوې چې دمګړۍ ۴۰ سلنه افغانان په آلمان کې په کار بوخت دي.

https://p.dw.com/p/42BGk
Deutschland Industrie Produktion bei Porsche
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

د آلمان د نورنبيرګ د کار بازار او د کار د باراز د څېړنې انستيتويت د مهاجرت، ادغام او کار د نړيوال بازار (آی اې بي) د برخې مشر هوبيرت برويکر له خوا د دوشنبې په ورځ په خپرې شوې دغه څېړنه کې راغلي دي چې تازه راغلي افغانان د هغوی د تعليم او د آلمان او نورو خارجي ژبو د زده کړې د کچې له کبله د هغو افغانانو په پرتله چې پخوا دلته را کډوال شوي، ښه چانسونه لري.

په څېړنه کې زياته شوې چې «اوسمهال هغه خلکو ته پناه ورکول کيږي چې له بهرنيو ځواکونو او پراختيايي سازمانونو سره یې همکاري کړې ده او يا یې په دولتي ادارو، سياست، علم، زده کړو او د بشري حقونو له سازمانونو سره او يا له ورته موسساتو سره یې کار کړی دی.»

برويکر زياته کړه: «دغه کسانو ډېرې لوړې زده کړي دي، پر ډېرو خارجي ژبو تسلط لري او په افغانستان کې یې د نورو په پرتله ښه عايد درلود.» نوموړي ټینګار وکړ: «پر دې سربيره هغوی دلته د اقامې ترلاسه کولو او د ادغام پروګرامونو ته د لاس رسي ښه امکانات لري.»

نوموړي وويل چې اوس مهاجر شوي کسان په ۲۰۱۵م کال کې د راغلو افغانانو په پرتله د ادغام يوه منظم پروګرام ته لاس رسي ځکه شمير یې «نسبتاً لږ» دی.

دمګړۍ په آلمان کې مسلکي کارکوونکو ته ډېره اړتيا ده د مثال په توګه آی ټي يا انترنتي تکنالوژۍ او روغتيا په برخه کې.

تراوسه هم د آلمان د کار په بازار کې په مقایسوي توګه په کار د بوختو افغانان شمير لوړ دی. په اپريل مياشت کې د خپرې شوې يوې څېړنې په حواله په آلمان کې کابو ۴۰ سلنه افغانان په کار بوخت دي چې دا په آلمان کې د ميشتو هغو اتوو مهمو هيوادونو د وګړو چې په اړه یې څېړنه شوې وه، په پرتله درې سلنه ډېرښت ښيي. په دغو اتوو هيوادونو کې چې ډېر وګړي یې په آلمان کې په کار بوخت دي، افغانستان هم شامل دی.

د۲۰۲۰م کال په پای کې په آلمان کې ۲۷۲۰۰۰ افغانان ميشت ول چې له دوی څخه یې ۲۱۶۰۰۰ د آلمان د احصايې د فدرالي ادارې په حواله د پناه غوښتونکو په توګه آلمان ته راغلي ول.

د «آی ای بي» د مشر برويکر په حواله انتظار کيږي چې تازه راغلي افغانان به د پخوا راغلو په پرتله ژر ادغام شي او کار به ومومي. د نوموړي په خبره به په دې توګه د ادغام له پروسې سره مل مصارف هم لږ وي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)