1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاریخ لیکوونکی او شاعر عبدالله عاطفي ناڅرګندو کسانو وژلی

۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبه

مشهور تاريخ ليکوونکی او شاعر عبدالله عاطفي تېره شپه ناڅرګندو وسله والو له کوره راايستلی او وژلی دی. د روزګان سيمه ایزو چارواکو د نوموړي د وژنې پړه پر طالبانو اچولې ده خو طالبانو دغه خبره رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/3ya0l
Afghanistan Historiker Abdullah Atiffy getötet
انځور: Presseabteilung des Gouverneurs von Uruzgan

عبدالله عاطفي د روزګان ولایت د چورې ولسوالۍ اوسیدونکی وو.  هغه تیره شپه له خپل کور څخه ناڅرګندو وسله والو راایستلی او په «خفه کولو» وژلی دی.

د روزګان والي محمد عمر شېرزاد پر خپله فېسبوک پاڼه دده پر وژنه خواشیني څرګنده کړې او  پړه يې پر وسله والو طالبانو ور اچولې ده. هغه ويلي دي: «د هیواد وتلی تاریخپوه وسله والو طالبانو  له کوره ایستلی او بیا وژلی دی.»

خو د وسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي المان ږغ ته په یو رالیږلي لیکلي پيغام کي په دې پېښه کي لاس لرل رد کړي او لیکلي يې دي، چي دا شخصي بڼه لري. نوموړي دويچه ويله ته وويل: »د روزګان چوره ولسوالۍ کي د مشهور لیکوال او شاعرعبدالله عاطفي وژنه په اسلامي امارت پوري اړه نه لري.»

مرحوم عاطفي له «اوکراین» څخه په اقتصاد او  انجنیرۍ کي دوې ماسټرۍ درلودې. هغه پرمورنۍ ژبه پښتو سربیره په دري، روسي او انګلیسي ژبو خبري کولای سوې. له ډېره وخته يې تاریخي لیکني په طلوع افغان او ښکلا مجلې کي خپرېدلې.

تر اوسه د نوموړي د کورنۍ غړو د هغه د وژني په اړه څه نه دي ویلي، خو د مرګ د خبر له خپرېدو سره پر فېسبوک زیاتو لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو اود پوهي مینه والو  خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه يې د افغان تاریخ لیکوونکو او لیکوالانو په منځ کي لویه ضایعه ګڼلې ده.

په کندهارکی لیکوال اوشاعر عبدالقیوم مینه وال هم دغه خبره کوي او له المان ږغ دویچه ویله سره يې په دې اړه په خبرو کي وویل چې مرحوم عاطفي د خپلو لیکنو او تاریخي مقالو لپاره  کره او مؤثقي سرچینې کارولې او  د ښې مطالعې ترڅنګ يې د شاعرۍ طبعه هم درلوده. هغه زياته کړه:«زه له مرحوم عاطفي سره له ډېره وخته پېژنم او  دده څخه د ځینو معلوماتي ځوابونو ترلاسه کولو لپاره څو واري له کندهاره  روزګان چورې ولسوالۍ ته هم ورغلی یم. هغه یوه مناسبه کتابخانه هم درلوده او  ډېر میلمه پال لیکوال ؤ. »

په بادغيس کې جګړه؛ په روزګان او بدخشان کي د ولسواليو سقوط

د اطلاعات اوفرهنګ وزارت فرهنګي معین هارون حکیمي د عبدالله بارک عاطفي لیکني د ځوان کهول لپاره د ذهنونو د تنویر ښې وسیلې ګڼلي او پر خپله فېسبوکپاڼه يې داسي لیکلي دي: « هغه ددې ولس تاریخ "شرق سلطانان لرغوني پښتانه عبریان" لیکلی وو، د شعرونو "یون" یې چاپ کړی وو، د "عبرت" رسنۍ بنسټ یې ایښی وو او د ذهنونو پر تعمیر او تنویر یې کار کاوه.»

د هیواد په کچه د پېژندل سوي لیکوال، شاعر او تاریخ لیکوونکي یو کتاب په « ۱۳۰۰» پاڼو کي په دې وروستیو کي خپور سوی، چي ډېرو لوستونکو يې ستاینه کړې ده.

څه موده وړاندي نوموړي د کندهار اطلاعات اوفرهنګ ریاست ته ورتګ پر مهال ويلي ول چې یو شمیر نور اثار او ماخذونه يې هم راټول کړي او غواړي چي د افغانستان او پښتنو د تاریخ ځیني پټ اړخونه راڅرګند کړي، خو  ژوند ورسره یاري ونه وکړه او یاد اثار او ماخذونه يې همداسي پاته سول.