1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجیکستان په ګورنو بدخشان کې پوځي عملیات کړي

۱۴۰۱ خرداد ۲۹, یکشنبه

د تاجیکستان غرنیز ولایت ګورنو بدخشان چې یو له هسکو او صعب العبور سیمو څخه ده، او د خپلې ښکلا او منظرو له کبله یې د خلکو پام ځان ته اړولی، یو بل تیاره اړخ هم لري چې له کبله یې تاجیکستان په دې سیمه کې پوځي عملیات کړي.

https://p.dw.com/p/4CuQj
Tadschikistan Armee bewaffnete Banden
انځور: DW

د تاجیکستان ګورنو بدخشان ولایت چې د خپلو طبیعي منظرو او هسکو غرونو له کبله په نړۍ کې شهرت لري، اوس هلته یو بل حقیقت هم پروت دی. د تاجیکستان ټولواکه حکومت په وروستیو اونیو کې د دې هیواد په ګورنو بدخشان کې چې له چین او افغانستان سره ګډه پوله لري، پوځي عملیات کړي. دغې سیمې په ۱۹۹۲م کال کې له تاجیکستان څخه د خپلواکۍ له پاره غږ هم پورته کړی وو.

د تاجیکستان د چارواکو په خبره، په دغو پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي او له ۲۰۰ ډیر کسان نیول شوي دي. حکومت دغه اقدام ته د پوځي عملیاتو اصطلاح کارولې او په سیمه کې د مخابراتي سیستم هم بند دی چې له کبله یې له دې سیمې د معلوماتو راوتل محدود شوي دي.

منتقدین بیا استدلال کوي چې د تاجیکستان د حکومت د دغه پوځي اقدام اصلي هدف په سیمه کې د ځايي مشرانو پر ضد عملیات وو چا چې د امام علي رحمانوف د واک په موده کې مقاومت کړی وو. د تاجیکستان حکومتي رسنۍ دغه پوځي عملیات بریالي بللي دي.

د همدې تیرې جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د جون میاشتې پر ۱۷مه) د تاجیکستان حکومتي اطلاعاتي دستګاه وویل چې د یادو پوځي عملیاتو په نتیجه کې «د تنظیم شوو جرمي کړیو ۱۲ مشران» نیول شوي دي او ۱۶ تنه د توقیف پرمهال د مقاومت له کبله له منځه وړل شوي دي. د تاجیکستان حکومتي اطلاعاتي دستگاه خوفار ویلي: «د بدخشان په سیمه کې د تنظیم شویو ترهګریزو ډلو فعالیتونه په بشپړه ډول درول شوي.» تر دې وړاندې د روان میلادي کال په مې میاشت کې د تاجیکستان چارواکو ویلي وو چې د جګړو پرمهال د امنیتي سرتیرو یو غړی وژل شوی.

 په مې میاشت کې د حکومت ضد تر احتجاجونو وروسته په دغه سیمه کې چاپې وهل شوي چې امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانیا او آلمان په یوه ګډه اعلامیه کې دغه څه د «ژورې اندیښنې وړ» وبلل. په عین وخت کې په سیمه کې د انترنت بندیدو د فعالانو غبرګونونه را پارولي دي.

د تاجیکستان ګورنو بدخشان ولایت چې د پامیر هسکو غرونو په منځ کې پروت دی، د ترانسپورت خراب سیستم لري. دغه سیمه د تاجیکستان د ټولې خاورې نیږدې نیمايي برخه تشکیلوي خو د دې هیواد د ټول شاوخوا ۹،۵ میلیونه نفوس نیږدې ۲ سلنه نفوس په دغه سیمه کې میشت دی. د دې سیمې اوسیدونکي د تاجیکستان د نورو سیمو برعکس په بله تاجیکي لهجه خبرې کوي او زیاتره وګړي یې اسماعيلیه شعیه دي په داسې حال کې چې په تاجیکستان کې بیا سني اسلام حاکم دی.

BG Staudämme und Folgen | Rogun Wasserkraftwerk Tadschikistan
انځور: Nozim Kalandarov/Tass/imago images

د تاجیکستان د حکومت د اپوزیسیون یو مشر عليم شیرزمانوف چې اروپا ته تښتیدلی، د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې یې د امام علي رحمان او د نوموړي قوي کورنۍ ته په اشارې ویلي چې «دوی [د تاجیکستان اوسنی حکومت] غواړي هغه واک پر موږ عملي کړي کوم چې د تاجیکستان په نورو سیمو کې عملي کیږي.» د هغه په خبره په فساد د ککړې یوې کورنۍ واک.

شیرزمانوف له تاجیکستانه بهر د میشتو تاجیکانو د ملي ائتلاف مرستیال مشر دی، داسې مشر چې د تاجیکستان حکومت پرې د وروستیو احتجاجونو د تنظیم تور پورې کوي چې له کبله یې دغو پوځي عملیاتو ته زمینه برابره شوې ده. شیرزمانوف ادعا کوي چې تر احتجاجونو وروسته د نژادي دلایلو له کبله په تاجیکستان کې میشت د پامیر سیمې لسګونه اوسیدونکي نیول شوي دي. هغه په دغو احتجاجونو کې نقش لرل ردوي او زیاتوي چې ورور یې چې سیاسي فعالیت هم نه لري، د چارواکو له خوا په دې ترڅ کې نیول شوی دی. شیززمانوف زیاتوي چې دغه عملیات په حقیقت کې «تر یوې لسیزې د پخوا وخت راهیسې پیل شوي او خپل هدف ته رسیدلي دي.»

دا هم په داسې حال کې ده چې د تاجیکستان ګاونډي هیواد چین چې دغه هیواد ته یو ستر پور ورکوونکی هیواد او پانګوال دی، د راپورونو له مخې یې په دغه ستراتیژیکه سیمه کې یوه قرارګاه هم جوړه کړې ده، داسې ادعا چې بیجینګ په رسمي توګه نه ده تائید کړې خو تاجیکستان تیر کال ویلي وو چې چین له دغه هیواد سره مرسته کوي چې یوه جلا پوځي اډه جوړه کړي، چیرته چې د تاجیکستان د حکومت په خبره ځانګړي ځواکونه به میشت شي.

AFP - K.H - AWA