1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

بې پولې خبریالان: هیڅ خبر د خبریال تر ژونده مهم نه دی

۱۳۹۷ شهریور ۲۲, پنجشنبه

تیره اووني په کابل کې دوه خبریالان د یوې چاودنې د رپوټ ورکولو پر مهال په یوه بله چاودنه کې ووژل شول. دې پیښې د رسنیو پر مدیرانو باندې نیوکې راپارولي چې خپل کارکوونکي د رپوټ ورکولو له پاره د پيښي ځای ته لېږي.

https://p.dw.com/p/34mv3
Symbolbild gefährliche Arbeitsbedingungen für Journalisten
انځور: AFP/Getty Images/P. Baz

د کابل په لویديځه برخه کې پر یوه ورزشي کلب باندې ځانمرګي برید یو ځل بیا ثابته کړه چې افغانستان د خبریالانو له پاره د کار یو ډیر خطرناکه ځای دی. د تیرې اوونۍ په دې پیښه کې د طلوع نیوز تلویزیوني شبکې یو خبریال او یو کامره مين، په داسې حال کې چې په ژوندۍ بڼه د لومړۍ چاودنې په اړه په رپوټ ورکولو بوخت ول، پخپله د دویمې چاودنې قربانیان شول. دا لومړی ځل نه دی چې افغان خبریالان د پیښو د ژندي پوښښ په جریان کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

له دې سره د افغان رسنیو پر مسئولینو باندې نیوکې ډیرې شوې دي چې له پيښي څخه د ژر راپور ورکولو له پاره په پیړه خپل خبریالان د پيښي سیمي ته لېږي. د بې سرحده خبریالانو سازمان د افغانستان او ایران مسئول رضا معیني، ټینګار کوي چې رسنې باید د دې ترڅنګ چې غواړي ژر خپلو مخاطبینو ته معلومات ورسوي، د خپلو کارونکو امنیت هم په پام کې ونیسي. هغه وايي: «بیا هم غواړم ټینګار وکړم چې په دې شرایطو کې هیڅ خبر د یوې پیښې د رامنځ ته کیدو په صورت کې د خبریال د ژوند په پرتله مهم، ښه او بهتره نه دی.»

هغه روښانوي چې رسني کولای شي داسې چمتو والي ونیسي چې له یوې خوا خپلو مخاطبینو ته معلومات ورسوي او له بلې خو د خپلو خبریالانو ژوند په خطر کې وا نه چوي.

خو د طلوع نیوز مدیر مسئول لطف الله نجفي زاده، بیا دا موضوع چې په وروستۍ پیښې کې یې د خپل خبریال په استولو کې بیړه او یا هم کم پامي کړې ده، ردوي. هغه وایي چې خبریال تر پیښې وروسته او د امنیتي ځواکونو تر څیړنو وروسته سیمې ته واستول شو. هغه پړه پر امنیتي ځواکونو اچوي چې د دویمې چاودنې په مخنیوي کې پاتې راغلل.

Reza Moini
معیني: د رسنیو مشران باید د خپلو خبریالانو امنیت ته پام وکړيانځور: sverigesradio

په تیرو درو کلونو کې په افغانستان کې ۵۳ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي. له دې ډلې څخه ۱۲ تنه یوازې په تیرو پنځو میاشتو کې.

له هرې پیښې سره په افغانستان کې پر خبریالانو باندې فشارونه ډیریږي. یوه کابل میشته خبریال چې و یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، دویچه ویله ته وویل: «کله چې مې پلار د خبریالانو له وژل کیدو خبر شو نو زه په دفتر کې وم. راسره یې اړیکه ونیوله او ویې ویل چې لومړی استعفأ ورکړه او بیا کور ته راشه.»

د یوه طرزالعمل نه شتون

تر اوسه پورې په افغانستان کې هیڅ داسې الزامي طرزالعمل نه شته چې په خطرناکو حالاتو کې د خبریالانو د خونديتوب په اړه وي. تر اوسه پورې د خبریالانو ملاتړو سازمانونو هڅې بې پایلې پاته شوي دي.

د خبریالانو د مصئونیت له کمیټې څخه صدیق الله توحیدي، دویچه ویله ته وویل: «موږ له حکومت سره پر یوې کړنلارې باندې کار وکړ. په هغې کې هر څه شامل ول. یوازنی اختلافي مورد چې د رسنیو د مشرانو له خوا و نه منل شو د ترهګریزو پیښو په ژوندۍ بڼه پوښښ وو.»

خو پر دې سربیره هم توهیدي ټینګار وي چې نورې داسې لارې چارې او د ژونالیزم اصول شته چې د خبریالانو د ملاتړو سازمانونو له خوا رسنیو ته ورکړل شوي دي چې کیدای شي د خبریالانو ساتنه وکړي، خو هغه هم په پام کې نه نیول کیږي.

Seddiqullah Tawhidi
توحیدي: د رسنیو مشران د یوې کړنلارې پر سر موافقې ته و نه رسیدلانځور: DW

توحیدي وایي چې رسنې باید د افغانستان په رقابتي فضا کې چې هر څوک لومړی د خبرونو د پوښښ هڅه کوي، د خپلو کارکوونکي امنيت په پام کې ونیسي: «د رسنیو مشران او مالکان باید پوه شي چې د خبریالان ژوند ته کم پام، لویه جفا ده او باید دغه جفا د خبر د پوښښ او د رسنیو تر منځ د ناسالمې سیالۍ له کبله و نه شي چې په پایله کې یې د خبریالانو ژوند له خطر سره مخامخیږي.»

د کار د مصئونیت او بیمې نه شتون

نازیه، په افغانستان کې د یوې رسنې کارکوونکې وه چې د خپل کار پر مهال ټپي شوه او د سترګو لید یې له لاسه ورکړ. هغه اوس د مهاجرې په توګه په ترکیه کې ژوند کوي او وایې چې که څه هم په لومړي سر کې ورسره یو څه مرسته وشوه خو بیا وروسته پر ډیرو ژمنو سربیره هم هغه یوازې پریښودل شوه. هغې دویچه ویلې ته وویل: «په تیر یوه کال او لسو میاشتو کې مې تمه لرله چې له دې ځایه [ترکیې] څخه یوه بل هیواد ته ولیږدول شم چې ښه درملنه مې وشي خو لا تر اوسه پورې راته دا امکان نه دی برابر شوی. په دې موده کې مې د سترګو لید په بشپړه توګه له لاسه ورکړی او وضعیت مې لا بدتر شوی دی.»

که یو خبریال په افغانستان کې د دندې پر مهال ټپې او یا هم ووژل شي نو ځيني رسنې مرستې کوي، خو داسې کوم طرزالعمل او یا بیمه نه شته چې د مرستو اندازه او څرنګوالی مشخص کړي.

شکیلا ابراهیم خیل