1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

بیربوک د پوتین پرضد د اروپا او افریقا متحد کیدل غواړي

۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعه

جرمني او فرانسې د افریقا اتحادیې څخه غوښتي دي چي په اوکراین کي د روسیې د جنګ پرضد له اروپا سره متحده سي.

https://p.dw.com/p/4M8Xm
Außenministerin Baerbock in Äthiopien
انځور: picture alliance/dpa

د جرمني خارجه وزیري انالینا بیربوک نن جمعه د افریقايي اتحادیې د ریاست په اوسني مرکز ادیسه آبابا کي وویل: «د اروپایانو په حیث موږ په دغه وخت کي، چیري چي د روسیې د تهاجمي جنګ په دلیل په اروپا کي زموږ سوله ایز نظم له خطر سره مخامخ دی، په ټوله دنیا کي د خپلو ملګرو او دوستانو ملاتړ ته ضرورت لرو».

بیربوک د فرانسې د خارجه وزیري، کاترینا کولونا او افریقا اتحادیې د رئیس موسی فاکي محمد، سره د یو ځای راښکاره کیدو پر مهال همدارنګه وویل: «موږ په یوه مشترکه نړۍ کي دغه مشترک بحرانونه او چلنجونه فقط یوځای سره حل کولای سو».