1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوسنيايي چارواکو د وچیاک د مهاجر کمپ په تخليه کولو پېل کړی

۱۳۹۸ آذر ۱۹, سه‌شنبه

د آلمان د خبري آژانس په حواله په بوسنيا کې چارواکو د وچياک د مهاجر کمپ په خالي کولو او تړلو پېل کړی دی. په دغه کمپ کې کابو ۶۰۰ تنه کډوال ميشت دي.

https://p.dw.com/p/3UYLI
Migranten in Bosnien
انځور: DW/D. Maksimovic

د «avaz.ba» په نامه خبري رسنۍ رپوټ ورکړی چې د  سه شنبه په غرمه، لومړني بسونه دغه لاگر ته چې لس کیلومتره د شمال لویدیځ ښار بیهاج څخه لیری پروت دی، رسیدلي دي.

په دغه لاگر کې ميشت  شاوخوا ۶۰۰ مهاجر به په راتلونکو درو ورځو کې ساراییو ته نژدې، یوې پخوانۍ پوځي قشلې ته انتقال سي. پولیسو د سه شنبه په ورځ  ژورنالیستانو او عکاسونه ته دغه لاگر ته د نزدې کیدو اجازه نه ده ورکړې.

د وچیاک لاگر د خرابو شرایطو یعنی، ویجاړو خیمو، بریښنا او اوبو د نشتوالي او د تودیدو د امکاناتو نه درلودلو له امله  ډیر مشهور سوی دی. د بیهاج ناحیې دغه لاگر په تیر جون میاشت کې د کثافاتو په یوه پخواني ځای کې جوړ شوی وو ، تر څو هغو  ډیرو مهاجرو او پناه غوښتونکو ته د اوسيدو ځای برابرشي چی د اروپایی ټولنی غړي هیواد کروشیا سره په سرحد کې ځای پر ځای دي او د ملگرو ملتونو د سازمانونو په عادي کمپونو کې ورته نور ځای نه وو. 

 د ژمي، واورو او د شپې له خوا سختې یخنۍ په رارسیدو سره، د وچیاک په لاگر کې د حالت د ښه کیدو هیله نه ترسترگو کیږي. اروپایی ټولنې هم د دغه لاگر د ژر تر ژره تړلو غوښتنه کړې. د کمپ زیاتره اوسیدونکي نه یوازې له دې کبله چې دلته پر اوسيدو سربیره بل بديل نه لري، بلکې له دې کبله هم دلته اوسي چې غواړي د کروشیا سرحد ته نژدې وي. مهاجر او پناه غوښتونکي په وار وار سره دا هڅه کوي چې په اصطلاح له زرغونې کرښې څخه تیر سي او د اروپایی ټولنی هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

د بالکان د لارې تر تړل کیدو راهیسي چې له یونان څخه پیل او د مقدونیې، صربستان او هنگرې څخه د اروپا مرکز ته رسیدله، اوس د بوسنیا، کروشیا او سلوانیا لار د مهاجرو له پاره په یوه بدیل اوښتې ده.

G.P/B.S/dpa 

زموږ له آرشیف څخه: