1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرمېشتي افغانان د دوحه په خبرو کي ګډون غواړي

۱۳۹۹ شهریور ۲۲, شنبه

يو شمېر بهر مېشته افغانان او د هغوی سازمانونه د دوحه په بين الافغاني خبرو اترو کي د ګډون غوښتونکي دي. پر خواله رسنيو په دې تړاو مجازي غونډي هم ادامه لري.

https://p.dw.com/p/3iMOg
Deutschland Demo gegen die Abschiebung von Flüchtlinge nach Afghanistan in Berlin
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/O. Messinger

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۱۲مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کي د يو شمېر بهرنيو مېلمنو په حضور کي د بين الافغاني خبرو اترو پرانستغونډه جوړيږي. د افغان دولت له خوا ټاکل سوې مذاکراتي ډله د جمعې په ورځ له کابل څخه دوحې ته رسېدلې ده. د راپورونو پر اساس و افغانستان ته د امريکا د ولسمشر ځانګړی استازی زلمی خليلزاد او په همدې شان د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو به هم په دوحه کي په اړونده پرانستغونډه کي ګډون ولري.

په دوحه کي د بين الافغاني خبرو اترو د پېل سره سم له افغانستان څخه دباندي ژوند کوونکو يو شمېر افغانانو غوښتنه کړې ده چي په دغو خبرو اترو کي بايد ورته د ګډون امکان برابر کړل سي. «د بهرمېشتو افغانانو د پېوستون شورا» له هغو ډلو څخه يوه ده چي د يادي پوښتني د مطرح کولو له پاره  يې په زياته په خواله رسنيو کي هڅې زياتي کړي دي. له دغې شورا څخه آستراليا مېشته افغان دُر اشنا وايي چي په مليونونو بهر مېشتي افغانان په مستقيمه توګه د تيرو لسيزو د جګړې له قربانيانو څخه دي. هغه د آلمان ږغ سره په خبرو کي وويل: «موږ د جنګ او جګړې له کبله مجبوره سوي يو چي خپل هيواد، کورنۍ او شتمنۍ شاته پرېږدو او بهر ته مهاجر سو. موږ بې طرفه يو او حتی کولای سو چي د بين الافغاني خبرو اترو منځګړيتوب په غاړه واخلو.»

په ډنمارک کي ژوند کوونکی د سياسي او نظامي چارو افغان شنونکی عبدالمجيد راغستاني وايي چي د قطر خبرو اترو ته «نه بايد داسي تمه وساتل سي چي ګواکي ژر به پايله ولري.» نوموړی زياتوي:«د يوې بېطرفه کورني او نړيوال منځګړي نشتوالی ښايي د دغو خبرو اترو د بريا په لاره کي له هغه تر ټولو لويو خنډونو څخه يو وي.» د راغستاني په وينا د واحدي اجندا نشتون يوه بله ستونزه ده.

ځوان افغان ژورنالست شاکرعزيزي چي پنځه کاله پخوا آلمان ته مهاجر سوی او په هامبورګ ښار کي ژوند کوي، ځوان مهاجر د افغانستان د جګړې له قربانيانو څخه «د هغو زياتو اغېزمن سوو کسانو» په توګه يادوي. هغه زياتوي: «موږ مهاجر ځوانانو له جګړې، تاوتريخوالي، بې روزګارۍ، اختلاس، بې سرنوشت توب او نورو ستونزو په تېښته او د مهاجرت پر لاره بېل خطرونه پر ځان منلي، خو اوس دلته هم بې سرنوشته پاته يو.» د دغه ځوان په وينا که په فيزيکي توګه د دوحه په خبرو اترو کي د دغو مهاجرو ځوانانو ګډون ستونزه وي، نو هغوی د انټرنټ په مرسته خپل ږغ تر ښکيلو اړخونو رسولای سي.

له ناروې څخه پلوشه کاکړ وايي چي که څه چي په تيرو کالونو کي په افغانستان کي په بيلو ډګرونو کي د مېرمنو حضور زيات سوی دی، «خو دغه حضور تر زياتي اندازې نمايشي بڼه لري او د مېرمنو خبرو او غوښتنو ته د عمل په ډګر کي کم ارزښت ورکول کيږي.» کاکړ زياتوي چي بهر مېشتي افغانې مېرمني هم په دې کي مهم رول لوبولای سي چي د قضيې پر اړونده اړخونو اړين فشار راوړي چي «نه يوازي په ظاهري توګه، بلکه په عملي ډګر کي د افغان مېرمنو له پاره هراړخيز عدالت تأمين سي.»

د دُر اشنا په وينا د شنبې په ورځ د خبرو اترو پېل کيږي خو «اصلي جنجالي موضوعات به ښايي زيات وروسته» مطرح سي. د هغه په وينا تر هغه وخت پوري به بهرمېشت افغانان خپل استازي او بشپړه اجندا و ټولو اړخونو او رسنيو ته معرفي کړي.

ا.ا./ن.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (31.07.2020):