1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله دیش له هند څخه د خوراکي توکو په رسولو کي مرسته غوښتې

۱۴۰۱ شهریور ۱۶, چهارشنبه

بنگله دیش له خپل گاونډي هېواد هند څخه د خوراکی او نفتي توکو په رسولو کي مرسته غوښتي ده

https://p.dw.com/p/4GX46
BG Indienreise von Bangladeschs Premierministerin Sheikh Hasina
انځور: Hindustan Times/IMAGO

د بنگله دیش صدراعظمه شیخ حسینه اوس مهال هند ته په سفر ده. د دواړو هیوادونو له خوا په یوه گډه خپره شوې اعلاميه کي ويل شوي چې بنگله دیش له هند څخه غوښتنه کړې چې، دوي ته وريجې،غنم، بوره، پياز، هوږه او همدارنگه د پطروليم محصولات ورکړي.

نوي ډهلي د ډاکې د حکومت په دي غوښتنه د غور کولو غوښتنه کړي ده. هند او بنگله دیش د سه شنبي په ورځ د سپتمبر پر شپږمه د کوشيارا سید د اوبو ویش په گډون په بيلا بيلو برخو کي لکه د اورگاډي پټلۍ، معلوماتي تنکالوژي، ساينس، فضاي څيړنو او رسنیو په اړه يو شمير تړونونه لاس ليک کړل.