1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: بنګله ديش هم خپل سرحدونه کلک کړل

۱۳۹۹ فروردین ۲, شنبه

بنګله ديش د کرونا ویروس د خپريدو له ويرې پر خپلو سرحدونو کنترول ډیر کړی. په سريلانکا کې په لسونو کسان نيول شوي چې د ويروس د خپريدو د مخنيوي له پاره يې ګرځبند نه دي رعایت کړی. د پاکستان او هند وضعيت هم ښه نه دی.

https://p.dw.com/p/3Zpz7
Bangladesch | Aus China rückkehrendende Bangladeshi
انځور: A. Goni

د سويلي آسيا سيمه، چې نژدې دوه ميليارده (۱ اعشاريه ۹ ميليارد) انسانان په کې ژوند کوي، د نړۍ د نورو سيمو په پرتله د کرونا ويروس څخه لږ اغيزمنه شوې، خو په پاکستان، هندوستان، نيپال، بوتان او سريلانکا کې د ابتلا ۸۶۹ نوې پيښې او د ۷ کسان مړينه، داسې ښيي چې اوس په دغې سيمه کې هم د کرونا ويروس خپريدا شدت موندلی.

د هندوستان د عامې روغتيا وزارت يوه لوړپوړي چارواکي په نوي ډيلي کې وويل چې د هند په سطحه په ۷۰ فعالو لابراتوارونو کې ۱۵۰۰ معاينې يا تيستونه ترسره شوي دي چې دا د نړۍ په کچه د تيستونو تر ټولو ټيټ ارقام دي. دغه چارواکي ويلي دي: «په دې برخه کې موږ واقعاً نه پوهيږو چې د [ويروس] خپريدا د پراختيا حد څومره دی.»

چارواکي د سيمې په هيوادونو کې پر ويروس د ابتلا په اړه انديښمن دي، په ځانګړې توګه په ډيرو هغو سيمو کې چې هلته لږ طبي او زیربنايي امکانات شتون لري.

Sri Lanka Corona-Virus
د سریلانکا پولیسو په لسونو کسان نيولي چې د حکومت لګول شوی ګرځبند یې نه دی رعایت کړی - د آرشيف انځور انځور: Reuters/D. Liyanawatte

د بنګله ديش يوه لوړپوړي چارواکي وويل چې له نيمې شپې راهيسې يې له چين، هانګ کانګ او ټايوان پرته، پر ټولو ورتلونکو پروازونو بنديز لګولی دی. د هغه په خبره، دغه تصميم وروسته له هغې ونيول شو، چې د ۲۰ کسانو تيستونه مثبت وختل. چارواکو د ډاکې په هوايي ډګر کې د هغو مساپرو پر لاسونو د نښو يا علامو لګولو يو پروګرام پيل کړې، کوم چې بايد قرنطين شي.

د رويټرز په حواله، په سريلانکا کې د کرونا ويروس ۷۲ مثبت پيښې ثبت شوي دي. د پولیسو يوه وياند ويلي دي چې د دوشنبې ورځ تر سهاره پورې د خلکو پر تګ راتګ بنديز لګول شوی. ۳۰ کسان چې له دغه امر څخه يې سرغړونه کړې پولیسو نيولي دي.

هندوستان چې د نړۍ دوهم ډير نفوس درلودونکی هيواد دی هم غواړي د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوی له پاره ټول ورتلونکي نړيوال پروازونه بند کړي. د شنبې ورځې ارقام ښيي چې هندوستان کې ۲۷۱ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

د هندوستان په ښاري سیمو کې خلک له مارکيټونو څخه د خوراکي او نورو ضروري شيانو د رانيولو په حال کې دي. په مارکيټونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه وروسته له هغې ډيره شوه چې لومړي وزير نريندا مودي له خلکو وغوښتل چې يو له بل سره فاصله يا واټن ونيسي.