1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلينکن: له افغانانو سره مشارکت دايمي دی

۱۴۰۰ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په يوه نااعلان شوي سفر کابل ته رسېدلی څو له افغان چارواکو سره د ولسمشر جو بايدن له خوا د ځواکونو د را ايستلو د پلان په اړه وغږيږي. د بايدن اعلان عادي افغانان هم انديښمن کړي دي.

https://p.dw.com/p/3s4Fg
Belgien Brüssel | NATO Treffen der Außenminister - Antony Blinken
انځور: Olivier Hoslet/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن تر هغه يوه ورځ وروسته افغانستان ته سفر کړی چې ولسمشر جو بايدن له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د را ايستلو په اړه رسمي اعلان وکړ. نوموړي په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او يو شمير نورو شخصيتونو سره ليدلي دي.

ولسمشر جو بايدن پرون چهار شنبه (د اپريل ۱۴مه نيټه) وويل چې پاتې ۲۵۰۰ عسکر به د مي له لومړۍ نیټې څخه له افغانستانه په وتلو پېل وکړي او دا پروسه به د همدې ميلادي کال د سپتمبر تر ۱۱ نيټې پورې بشپړه شي.

بلينکن په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی دی چې د بايدن تر اعلان سملاسي وروسته ناټو ائتلاف هم وويل چې په افغانستان کې به خپل پاتې څه نا څه ۷۰۰۰ عسکر چې امريکايي ځواکونه په دې شمیر کې نه دي شامل، په يو څو میاشتو کې را وباسي. په دې توګه به په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو حضور پای ته ورسیږي.

بلينکن هڅه وکړه افغان مشرتابه ته ډاډ ورکړي چې د بهرنيو ځواکونو اخراج د امريکا او افغانستان د اړيکو د ختميدو په معنا نه دی. بلينکن په کابل کې له ولسمشر غني سره په خبرو کې وويل: «زه په خپل راتګ سره غواړم د افغانستان د اسلامي جمهوريت د حکومت او د افغانستان له خلکو سره د امريکا مداومه ژمنتيا څرګنده کړم.» هغه زياته کړه: «د مشارکت بڼه بدليږي خو دا مشارکت په خپل ذات کې دايمي دی.»

ولسمشر غني له بلينکن سره په خبرو کې د امريکايي عسکرو قربانيو ته د درناوي په وړاندې کولو سره وويل: «موږ [د امريکا] د پريکړې درناوې کوو او خپل لومړيتوبونه تنظيموو.»

بلينکن د پنجشنبې په ورځ له بروکسل څخه کابل ته ولاړ چیرته چې هغه او د امريکا د دفاع وزير لوېد اوستن د چهار شنبې په ورځ د ناټو چارواکو ته د خپلې پريکړې په اړه معلومات ورکړل او ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ اعلان وکړ چې ناټو ائتلاف به هم له افغانستانه په وتلو پېل وکړي.

NATO-Abzug aus Afghanistan beginnt am 1. Mai
د بايدن تر اعلان وروسته ناټو هم له افغانستانه د وتلو پريکړه اعلان کړهانځور: Johanna Geron/AFP/Getty Images

امريکايي او ناټو چارواکو هڅه وکړه وښيي چې د ناټو په مشرۍ د افغانستان ماموريت د اسامه بن لادن د القاعدې شبکې په ماتولو سره خپل هدف ته رسيدلی دی. خو دا خبره د امريکا د کانګرس او سنا مجلس یو شمير غړيو او بشري حقونو فعالانو له مخالفت سره مخ شوې ده. هغوی په دې آند دي چې له افغانستان څخه اخراج به افغانان له هغو آزاديو محروم کړي چې په ۲۰۰۱م کال یې د طالبانو د رژيم له سقوط راهيسې په لاس راوړي دي.

بلينکن وروسته د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په خبرو کې خپل پېغام تکرار کړ او ویې ويل: «موږ يو نوی فصل پرانیست خو دا يو داسې نوی فصل دی چې موږ به یې په ګډه وليکو.»

عبدالله په دې ترڅ کې وویل: «موږ له ستاسې خلکو، هيواد او ادارې څخه مننه کوو.»

د نړيوال بانک په حواله په تېرو شلو کالونو کې په افغانستان کې د میلياردو امريکايي دالرو پر مرستې سربيره هم د بې وزلې کچه ۵۲ سلنه ده. دا په دې معنا ده چې په افغانستان نيمايي نفوس تر دوو ډالرو هم لږ ورځنی عايد لري. د ښځو د امنيت او سولې د جارج ټاون انستيتويت په حواله همدا راز افغانستان د ښځو له پاره هم ډېر خطرناک دی.

دې وضعيت ته په کتو سره يو شمیر عادي افغانان هم دا ويره لري چې د امريکايي ځواکونو وتل به د هيواد وضعيت نور هم ګډوډ کړي. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات هم په ټپه ولاړ دي، خو تمه کیږي په روانه میاشت کې د ترکیې په غونډه کې دغه لړۍ بیرته پېل شي.

Afghanistan Antony Blinken trifft Abdullah Abdullah in Kabul
انځور: High Council for National Reconciliation Press Office/ REUTERS

خو پر بايدن سربيره اوستن او بلينکن هم په بروکسل کې يو وار ټینګار وکړ چې امريکا به افغانستان خلکو او پرمختګ ته ژمنه پاتې شي.

بلينکن وويل: «د خپلو عسکرو کور ته راوستل دا معنا نه لري چې موږ له افغانستان سره خپلې اړیکي ختموو او يا دا چې له دغه هيواد سره له مرستې لاس اخلو.» هغه زياته کړه: «زموږ مرسته، بوختيا او هوډ به پر ځای پاتې وي.»

د دفاع وزير اوستن هم وویل چې له افغانستان څخه به د عسکرو تر را ايستلو وروسته هم په سيمه کې د ترهګرۍ ضد بوختياوې او اقدامات دوام پيدا کړي څو په افغانستان کې پر فعالو ترهګرو ډلو فشار ته ادامه ورکړای شي. خو نوموړي په دې اړه د جزياتو له ورکړې ډډه وکړه چې دغه امريکایي ځواکونه شمير به څومره وي او چيرته به ځای پر ځای کیږي.

ب. ص/ ن. ز (AP)