1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلخاب: د جګړو له امله د بې ځایه سویو کورنیو وضعیت څنګه دی؟

۱۴۰۱ تیر ۲۹, چهارشنبه

د جګړو له امله د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کي شاوخوا ۲۷ زره کورنۍ بې ځایه سوي دي چي د ژوند چاري يې ډېري کړکېچني او د اندېښنې وړ دي. ویل کېږي، چي د یادو کورنیو ځيني کوچنیان هم تلف سوي دي.

https://p.dw.com/p/4EOyl
Afghanistan | Vertriebene von Balkhab
انځور: Mahsoud Ekhtiyari

له نژدې یوې میاشتي راهیسي د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کي د طالبانو او له دوی څخه د خوابدي سوي قومندان مولوي مهدي ترمنځ جګړه روانه ده. په دې ترڅ کي په زرهاوو انسانان له خپلو مېنو تښتېدلي دي.

د یادو بې ځایه سویو له ډلي څخه یو تن، چي د طالبانو له ویري ځان د قربان په مستعار نامه راپېژني دویچه ویله ته وویل، په جنګ کي د کوچنیانو او ښځو په ګډون ټولي کورنۍ غرونو ته تښتېدلي دي.

تقریباً یوه میاشت کي کېږي چي دغه سپين ږیري د خپلي کورنۍ له ۱۱ غړو سره ځان د بلخاب او بامیانو په شاوخوا غرونو او درو کي پټ کړی دی.

هغه زیاتوي یوشمیر کوچنیانو ژوند هم له لاسه ورکړی دی: «زموږ خپلوان او قومیان، چي له کورونو وتښتېدل، په دې ډله کي شپږ میرمني امیدواري وې، خو د روغتیايي مرکزونو د نستوالي له امله يې ماشومان مړه سول.»

دغه سړی وايي، د بلخاب د بې ځایه سویو په اړه کره شمیره نه سته، خو په سلهاوو کورنۍ له خپلو مېنو تښتېدلي دي، چي د کورنیو ځیني کوچنیان او ښځي يې له اروايي او پوستکي په ناجوړۍ اخته دي: «یو کوچنی هلک او یوه یوولس کلنه نجلۍ ورک سوي دي، اوس يې د کورنۍ غړي ورپسي ژاړي او په دې نه دي خبر چي هغوی به ژوندي وي که مړه؟»

قربان، چي د بامیان ولایت له دوهم یکاولنګه بیرته بلخاب ولسوالۍ ته تللی او هلته یوځای اوسي وویل، د دې کورنۍ یوشمیر غړي طالبانو نیولي او شکنجه کړي يې دي: «یوشمیر هغه کورنۍ، چي مزارشریف ته تللي وې، نارینه يې د طالبانو لخوا تر نیول کیدو وروسته شکنجه سوي او ځیني يې بندیان دي.»

د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کي له احتمالي جګړې څخه د خلکو اندېښنه

قربان زیاتوي، درې ورځي کېږي، چي طالبانو د څرخي الوتکو په واسطه په غرونو کي خپل ځواکونه پیاده کړي، ترڅو مولوي مهدي ونیسي: «طالبانو ډېر ځواکونه غرونو ته لېږلي او په څرخي الوتکو کي په مولوي مهدي پسي ګرځي، همدا سبب دی، چي ښځي او کوچنیان له ویري یوې او بلي درې ته کډه کیږي.«

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي د بشري مرستو د همږغۍ دفتر «اوچا» دوې اوونۍ ترمخه اعلان کړی ؤ، چي د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کي د وروستیو جنګونو له امله شاوخوا ۲۷ زره نفر له کورونو تښتېدلي دي.

سخیداد له بلخاب ولسوالۍ څخه د یو بل بې ځایه سوي نفر مستعار نوم دی، هغه له ۴۵۰ کورنیو سره د بامیان ولایت دوهم یکاولنګ ته تښتېدلی دئ، هغه وايي: «ځیني کوچنیان د امکاناتو د نشتوالي له امله تلف سوي دي او یوشمیر کورنۍ لا په غرونو کي تریخ ژوند تیروي.

سخیداد، چي په پټه بلخاب ولسوالۍ ته تللی ؤ، د طالبانو لخوا د تښتېدلو کسانو د نیولو او شکنجه کولو کیسې کوي او وايي، په همدې خاطر بیرته بامیان ته راغلی دی.

د وطن مؤسسې ولایتي مسؤل عبدالناصر فهیم دویچه ویله ته وویل، له نژدې زر بې ځایه سویو کورنیو سره يې مرسته کړې ده، هغه زیاتوي: «د بېلا بیلو مؤسسو له خوا ۴۵۰ کورنیو ته په لومړي لمبر یکاولنګ ولسوالي او ۴۰۰ نورو کورنیو ته په دوهم لمبر یکاولنګ ولسوالۍ کي مرسته رسیدلې ده.»

د بلخاب ولسوالۍ ۹۰ سلنه خلک په کښت او کرونده بوخت دي، د جګړو له امله بزګران تښتېدلي او کروندې يې ویجاړي پرتې دي، چي په سیمه ایزه سطحه يې ډېر اقتصادي تاوانونه پېښ کړي دي.