1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلخ د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د یوې مدرسې رغول

۱۴۰۲ مهر ۱, شنبه

طالبان په بلخ کې د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه مدرسه جوړوي

https://p.dw.com/p/4Wj8X
افغانستان د یو ښوونیز مرکز د ودانۍ رغول
افغانستان د یو ښوونیز مرکز د ودانۍ رغولانځور: Afghanischer Frauenverein e.V.

طالبانو په بلخ ولایت کې د یوې جهادي مدرسې د جوړولو کار پیل کړ. یاده دیني مدرسه د دغه ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس ليکلي چې نن يې په بلخ ولايت کې د يوې جهادي مدرسې د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودله.

ویل کیږې طالبانو پر افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په تېرو دوو کلونو کې د جهادي او دیني مدرسو جوړولو ته پراختیا ورکړې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا چې په همدې موخه ېې د افغانستان شمال بلخ ولایت ته سفر کړى، د یادې مدرسې د رغیدو چارو په مراسیمو کې وویل "د تېر حکومت چارواکو هڅه کوله چې مدرسې وراني کړي. "

د پوهنې سرپرست وزیر وايي د افغانستان د اسلامي امارت په بیا راتګ سره ورځ تر بلې د دیني زده کړو لپاره د مدرسو او د عصري زده کړو لپاره د ښوونځیو د رغیدو چاري پراخیږي.

مولوي حبیب الله آغا همدا راز سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ټینګار کړی، چې د طالبانو د ادارې په رامنځ ته کېدو سره د ښوونځیو او مدرسو ترمینځ واټن له منځه تللی دی.

همداراز ویل کیږې چې د سرپل ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت سرپرست ته ویلي چې د ۶۸۹ دیني عالمانو د استخدام پروسه بشپړه او دوی د استخدام لپاره نورو بستونو ته اړتیا لري.

د یادولو وړ ده چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر ویلي وه چې په هره ولسوالۍ کې به له دریو څخه تر لسو پورې دیني مدرسې جوړې شې، هغه څه چې یوشمیر کارپوهان واېې په دې سره طالبان هڅه کوې چې د ښوونځیو ځاې مدرسو ته ورکړي.