بشرالاسد د خپلو خلکو په وړاندي د ټانکونو څخه کار اخلي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۹, دوشنبهد ټاکنو څخه کار اخيستنه پخپله د احتجاج کوونکو سره د بشارالاسد د رژیم پرسخت چلند گواهی ورکوی. د پاڅون کوونکو په وړاندی د دمشق د رژیم غبرگون په ډیر چټکتیا ،د پیلیدو سره سم خاموشه کړای شو.
د دمشق رژیم ډیر په چټکتیا سره د دغه هیواد پاڅونونو د پیلیدو سره سم د هغوی د خاموشه کولو هڅه وکړه. په داسی حال کی چی پخوا به د دمشق حکومت یواځی غبرگون ښودی خو اوس یی په عمل لاس پوری کړی دی.
د سوریی رهبری په هغو سیمو کی چی د احتجانو د پیلیدو خطر وی خپل پوځی او امنیتی ځواکونه او استخبارات تقویه کړی دی. دا چی د پاڅون کونکو او د بشرې حقونو د ټولنو هغه معلومات چی د موبایل او انټرنټ په واسطه خپور شوي دي تر کوم حده رښتیا دي تر اوسه نه ده معلومه.
همدا رنگه دا نه ده څرگنده چی په سوریی کی د 2011 کال د انټرنت د فیسبوک انقلاب تر کومه حده د دغه هیواد د پاڅون کونکو استازیتوب کوی، دا ځکه چی د سوریی د رژیم ضد پا څون کوونکی یوه واحده رهبری نه لري. د بشارالاسد رژیم په خپل ټول ځواک سره هڅه کوی چی د بهرنیو ژورنالستانو پرمخه خپلې در وازی وتړي.
همدارنگه د دمشق مشران د ربهرنیانو نیوکو ته هیڅ ارزښت نه ورکوی. د سوریی د هیواد د بشر د حقونو یو فعال ولید صفور وایی:
« د ډیر مودی څخه نړیواله ټولنه د سوریی پر هیواد د بشر د حقونو څخه د سرغړونې، اختلاس، او د رسنیو د سانسوردسیاست په وجه نیوکی کوی. خو د سوریی رژیم پری هیڅ غوږ نه گروی.»
د احتجاج کوونکو په وړاندی د سوریی د رژیم د سخت چلند یوه بیلگه د کورونو تالاشی او د شکمنو کسانو توقیفول دي، او په عمومی توگه امنیتی اقدامات د پخوا په پرتله ډیر سخت شوی دي. توقیف شوی کسان اکثره ځوانان دي، چی په مستقیم ډول پخپله په احتجاجونو کی ونډه لری او یا نور خلک هڅوی.
د درعا ښار چی د احتجاجونو مرکز دی امنیتی ځواکونه د احتجاج کوونکو سره دومره شدید چلند کوی چی په دی وروستیو اونیو کی ډیر لږ خلک د سړکونو پر مخ لیدل کیږی.
فيليکس دې چووېلاند / شمس الرحمن ناصر
کتونکی: احمدولي اڅکزی