1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

«بریتانیا د افغان پوځ سلګونو سرتېرو ته پناه ورکوي»

۱۴۰۳ مهر ۲۴, سه‌شنبه

د تازه رپوټونو له مخې د بريتانيا حکومت غواړي چې د افغان پوځ هغو سلګونو سرتېرو ته په خپل هېواد کې پناه ورکړي، چې په افغانستان کې یې له بریتانوي پوځ سره همکاري لرله او پخوا یې کیسونه رد شوي وو.

https://p.dw.com/p/4lp6Q
د ارشیف انځور: د افغانستان پاشل شوی پوځ
د ارشیف انځور: د افغانستان پاشل شوی پوځانځور: Parwiz/REUTERS

ګارډین ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د افغانستان د پخواني پوځ هغه سلګونه سرتیري په بريتانيا کې د اوسېدو او دغه هېواد ته د ورتلو وړ بلل شوي چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره څنګ په څنګ د طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف جګړه کړې او د بریتانیا پخواني حکومت یې کیسونه رد کړي ول.

د ګارډین په رپوټ کې، چې د اکتوبر پر ۱۴ د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی، راغلي دي چې د ۲زرو پخوانیو کیسونو له جملې تازه ۵سوه کیسونه داسې موندل شوي چې په بريتانيا کې د اوسېدو وړ دي. دغو سرتېرو ته د بريتانيا حکومت معاش ورکاوه او اوس پهافغانستان کې له خطر سره مخامخ دي.

دغه پوځیان د سې ایف ۳۳۳ او ای ټي ایف ۴۴۴ ځانګړو ځواکونو برخه ول، چې د ټریپلز په نامه یادېدل. ویل شوي دي چې پر دغو کیسونو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې بیا کتنه پیل شوې وه.

ګارډین ورځپاڼې د بريتانيا د وسله والو ځواکونو د وزیر لوک پولارد، له قوله لیکلي دي چې د تازه ارزونو له مخې، ځینې کیسونه په ناسم ډول رد شوي ول. ویل شوي دي چې لاک پولارډ دا څرګندونې د پارلمان یوې غونډې ته کړي دي.

اړوند: د «سرتیري ورځ»؛ د پخواني نظام پر سرتېرو څه تېرېږي؟

د ارشیف انځور: د افغانستان پاشل شوی پوځ
د ارشیف انځور: د افغانستان پاشل شوی پوځانځور: Sami-Ullah Safi/AP Photo/picture alliance

د نوموړي د وینا مطابق، تر اوسه د ټولو رد شویو کیسونو ۲۵ سلنه یې بیا منل شوي دي.

په رپوټ کې د ښاغلي پولارډ له قوله راغلي دي چې د ارزونو پایلې ښيي، چې د دغو ځواکونو ځینو ېې په مستقیمه توګه له بريتانيا معاش اخیست او له همدې امله دوی په بریتانیا کې د اوسېدو حق درلود، خو د کیسونو د کتنې پرمهال دې مسئلې ته پام نه و شوی.

په دغې رپوټ کې له طالبانوڅخه د پخواني افغان پوځ د غړو تېښتې، پټېدلو، د دغې ډلې له لوري د ځانګړو ځواکونو د غړو د وژلو او له طالبانو څخه د شته خطر په څېر مواردو ته هم اشاره شوې ده.

پخوانی افغان پوځي له پښو پرته د ژوند په سختو لارو مزل کوي

یو شمېر پخوانیو نظامیانو د بريتانيا حکومت د دې تازه پرېکړې هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې پاتې د اردو او ځانګړو ځواکونو ډېر سرتیري له خطر سره مخ دي او تر څنګ یې له اقتصادي ستونزو هم کړېږي.

دافغانستان د کومانډو ځواکونو یو سرتیري، چې نه غواړي نوم یې په رپوت کې خپور شي دویچه ویله ته وویل، دی او نور همکاران یې اوس په افغانستان کې له خطر سره مخ دي او هیله لري چې پخواني نړیوال همکاران به یې ورسره له افغانستانه په تخلیه کې مرسته وکړي.

نوموړي وویل: «پخواني نظامیان له سختو امنیتي ستونزو کړېږي. ډېر اقتصادي مشکلات لري او بې روزګاره دي. آن یوه کوچنۍ وظیفه هم ورته نه پیدا کېږي. هیله ده زموږ غږ نړۍ ته ورسېږي.»

د ارشیف انځور: د افغانستان پاشل شوی پوځ
د ارشیف انځور: د افغانستان پاشل شوی پوځانځور: AA/picture alliance

د کومانډو ځواکونو یو بل سرتیري هم د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د استخبارانو له لوري څو ځل نیول شوی او ژوند یې په خطر کې و، نو ځکه یې د هېواد پرېښودو پرېکړه وکړه. دغه سرتیری اوس په یوه اروپايي هېواد کې پناه اخیستې.

هغه وویل: «وضعیت خراب و، هر وخت به استخباراتو پخواني نظامیان غوښتل او بهانې به یې ورته لټولې. نو ځکه مجبور شوم او راووتم.»

اړوند: یوناما: د پخوانیو پوځیانو او چارواکو شکنجه او وژنه ادامه لري

د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د افغانستان د جمهوري حکومت له سقوط سره د افغانستان پخوانی نظامي ځواک وپاشل شو، چې یو شمېر یې امریکا او ځینو نورو هېوادونو ته تخلیه شول.

د طالبانو په اوسنۍ واکمني کې د پخوانیو نظامیانو د نیولو، زنداني کولو، شکنجې او آن وژلو رپوټونه ورکړل شوي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړي دي. په عین حال کې، د طالبانو ادارې ویلي دي چې په خپل اردو کې یې ډېرو پخوانيو نظامیانو ته هم دندې ورکړي دي.

ایا افغانستان کې پخواني افغان سرتیري خوندي دي؟

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar