بریتانيا ځینو افغان خبریالانو ته پناه ورکوي
۱۴۰۰ مرداد ۱۵, جمعهد فرانسې خبري آژانس په حواله، د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير دامنيک راب، د جمعې په ورځ (د اګست ۶مه) د بريتانیا د «دې ټایمز» ورځپاڼې د یو پرانیستلي لیک په ځواب کې چې په هغه کې افغان خبریالانو ته د پناه ورکولو غوښتنه شوې وه، ويلي دي: «موږ د افغان ژورناليستانو شجاعت او د هغو کسان په ميړانه قانع يو چې د رسنيو د آزادۍ او د بشر حقونو د دفاع په لار کې يې کار کړی.»
راب زیاته کړې ده: «ستاسو ليک د افغان کارکونکو ګواښ روښانه کړی چې په افغانستان کې یې د رسنیو له سازمانونو سره يې کار کړی دی، په ځانګړې توګه چې دوی له بريتانيا سره د کارکولو په خاطر د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخ دي.»
د بريتانيا ټولو معتبرو رسنيو او همدارنګه سکای نيوز او آی تي ان خپرندویه شبکو د پنجشنبې په ورځ حکومت ته دغه استولی لیک لاسلیک کړی وو. دوی خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو او د طالبانو د حملو په شدت سره د خبریالانو له پاره خطر ډير لوړ شوی دی.
دوی په دې لړ کې د تيرکال په نومبر کې په هرات کې د خبریال محمد الیاس داعي وژنې او د روان کال په جولای مياشت کې د هندي عکاس دانش صدیقي وژنې ته اشاره کړې ده. الیاس داعي چې د آزادۍ راډيو خبريال وو، د بريتانوي ژورناليستانو سره يې هم کار کاوه او صدیقي د رويترز خبري آژانس سره کار کاوه.
د بريتانيا حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په نظر کې لري په سلونو لا زيات افغان ژباړونکو او د هغوی کورنۍ انتقال کړي. حکومت دغه اعلان وروسته له هغې وکړ چې يو شمیر لوړ پوړو پوځي چارواکو وويل چې په دې برخه کې شوي اقدامات کافي نه دي.
csp/phz/mbx/mks/bs