1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانيا په ورځ کې زر کسان له افغانستانه راوباسي

۱۴۰۰ مرداد ۲۷, چهارشنبه

د بریتانيا د کورنيو چارو وزيرې، پريتي پتيل، د چهارشنبې په ورځ (د اګست ۱۸مه) وويل چې داسې يو پروګرام يې تنظيم کړی چې په ورځ کې شاوخوا زر کسان له افغانستان څخه راوباسي.

https://p.dw.com/p/3z6tB
Großbritannien Oxfordshire Evakuierung Kabul
انځور: REUTERS

بریتانیا دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې طالبانو د خپل چټک پرمختک په ادامې د اګست په ۱۵مه پلازمینه کابل هم ونیوه.

رويټرز له لندن څخه لیکي چې میرمن پتيل بي بي سي ته وويل: «موږ تر اوسه پورې په یوه ورځ کې تقریبا ۱۰۰۰ کسانو راباسو.»

د بریتانيا د کورنيو چارو وزيرې زیاته کړې: «موږ لا هم د بريتانوي اتباعو...او هغه افغانانو چې زموږ محلي کارکوونکي دي د راایستلو په حال کې يو.»

دا په داسې حال کې ده چې آلمان هم نن چهارشنبه اعلان وکړ چې له افغانستان څخه ېې د افغانانو د انتقال پروسه پيل کړې او تر اوسه يې ۲۶۰ افغانان رانتقال کړي دي. په دغو افرادو کې افغان-جرمن دوه ګوني تابعیت درلودونکي کسان، حقوقي فعالان او هغه افغانان چې د آلمان پوځ سره ېې کار کړی، شامل دي.

د بريتانيا حکومت د روانې میلادي میاشتې په سر کې اعلان کړی وو چې غواړي هغو افغان ژورنالیستانو ته چې د بریتانیايي رسنیو سره يې کار کړی او اوس د طالبانو له خوا د مرګوني ګواښ سره مخ دي او په سلونو افغان ژباړونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته پناه ورکړي.  

آ/م.ک.ص./م.ق.ن.