1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهبریتانیا

بریتانوۍ نرسه ولې په عمري بند سزا محکومه شوه؟

۱۴۰۲ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

یوه بریتاوۍ نرسه د ۷ نوو زیږیدلو ماشومانو د وژلو له کبله په عمري بند سزا محکومه شوې ده. دغه ماشومان د هوا او انسولین په پيچکاري کولو او یا تر اندازې زیات شیدو ورکولو وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4VQgy
UK Lucy Letby
انځور: Cheshire Constabulary/AP Photo/picture alliance

بریتانوۍ نرسې لوسي لیټبي ته د اگست پر ۲۱ نیټه د دوشنبې په ورځ د اوو نوو زیږیدلو ماشومانو د قتلولو او د نورو ۶ د وژنېهڅې کولو په جرم د عمري بند سزا واورول شوه، چې له مخې به یې دا خپل پاتې ټول عمر په بند کې تیروي.

په بریتانیا کې لیټبي ته په نوي دور کې د ماشومانو د سیریالي قاتلي په سترگه کتل کیږي. لوسي لیټبي، دغه جرمونه له ۲۰۱۵م کال وروسته په ۱۳ میاشتو کې د شمالي انگلینډ په کاونتیس آف چیستر روغتون کې د نوو زیږیدونکو ماشومانو په یونټ کې ترسره کړي دي. 

۳۳ کلنې مجرمې په دې موده کې ۵ نوي زیږیدلي هلکان او دوې نجونې وژلي دي. هغې به ماشومانو ته د انسولین یا هوا پیچکاري کوله او یا به یي ورته په زوره تر اندازې زیاتې شیدې ورکولې.

په بریتانیا کې د عمري بند سزا ډیر لږ ورکول کیږي او تر دې مخکې یوازې ۳ ښځو ته د عمري بند سزا اورول شوې ده.

د رپوټونو په حواله د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۵م کال په لومړیو کې پر دې شک شوی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

تر ټولو زيات قتلونه د نړۍ په کومو ښارونو کي؟