1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريکزيت په لندن کي د قدرت پر سر تازه شخړې رامنځته کړې

۱۳۹۷ آبان ۲۵, جمعه

د برېکزيت تړون د مسودې له کبله د بریتانیایې پر لومړۍ وزيري تېرېزا مې، فشارونه زيات سوي دي. د شمالي ايرلند دموکراتيک ګوند د مې د استعفأ غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/38MUC
Großbritannien Theresa May in London
انځور: picture-alliance/dpa/M. Dunham

د تېرېزا مې «توري ګوند» د شمالي ايرلند د دموکراتيک اتحاد غوښتونکي ګوند (DUP) سره په ائتلاف کي حکومت کوي. دا چي د شمالي ايرلند دغه ګوند له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيې د وتلو يا برېکزيت په تړاو د جوړجاړي له مسودې څخه ناخوښه دی، نو د تېرېزا مې د استعفأ غوښتنه يې کړې ده.

د ياد ګوند له خوا د مې څخه د استعفأ د غوښتنې خبر بريتانوۍ ورځپاڼي «دېلي تلګراف» خپور کړی دی. د ورځپاڼې په حواله ياد ګوند ګواښ کړی چي که يې غوښتنې و نه منل سي نو په پارلمان کي به د تېرېزا مې د برېکزيت د جوړجاړي پر ضد رايه ورکړي. دا په داسي حال کي چي تېرېزا مې د برېکزيت د خپل پلان د تصويب له پاره په پارلمان کي د ائتلافي ګوند د استازو رايو ته اړتيا لري. د دغه ګوند د نارضایتي سبب د شمالي ايرلند په هکله د تړون په مسوده کي د ځانګړو شرايطو شتون بلل سوی دی.

مې ته د ممکنه سلب اعتماد ګواښ

کله چي تېرېزا مې له اروپايي اتحاديې سره د برېکزيت په تړاو د جوړجاړي يا تړون مسوده وړاندي کړه، نو پخپله د خپل ګوند د ملګرو له خوا هم پرې نيوکي وسوې. په دې ترڅ کي د مې د حکومت يو شمېر وزيرانو استعفاوي وړاندي کړې چي پکښي د برېکزيت وزير دومينيک راب، د کار وزيره اېستر مکوې، د شمالي ايرلند دولتي وزير شايلېش وارا او د برېکزيت دولتي وزيره سويلا براورمن، هم شامل ول.

جیکب ريس موګ د لومړۍ وزيري يو له هغو ګوندي ملګرو څخه دی چي د هغې د ليري کېدو غوښتنه کوي. نوموړی د رسنيو د راپورونو پر اساس د ۸۰ سخت دريځو برېکزيت غوښتونکو پارلماني استازو له ډلې څخه دی. دغه سياستوال ويلي: «دا به د ګوند او هيواد په ګټه وي که هغه [مې] استعفأ وکړي.»

په دې توګه نو امکان موجود دی چي د هغې د خپل ګوند په ملاتړ په پارلمان کي مې د اعتماد د رايي سره مخامخ سي. په دا ډول رايه اچونه کي به پارلمان د هغې پر وړاندي خپل اعتماد په مثبته رايه څرګندوي او يا به له هغې څخه د اکثريت منفي رايو په ورکولو اعتماد سلبوي. په پارلمان کي به د مې د سلب اعتماد له پاره له ۳۱۵ رايو څخه اکثريت رايي په کار وي. که په دسمبر کي د مې د برېکزيت تړون په سر له رايه اچونې څخه تر مخه د اعتماد رايه واچول سي او مې په هغه کي بريالۍ سي نو دريځ به یې قوي سي. دا په داسي حال کي چي په کال کي صرف يو ځل د اعتماد يا سلب اعتماد له پاره په پارلمان کي رايه اچونه کېدلای سي.

د کارګر ګوند مشر جېرمي کوربېن، هم د برېکزيت په تړاو د مې له خوا د وړانديز سوي تړون مخالف دی.

خو تېرېزا مې په «داوننګ ستريت» کي خبري کانفرانس ته د خبرو پر وخت د تړون په تړاو ډاډ څرګند کړی چي تر ټولو بهترين امکان دی. هغې وويل چي په دې باور ده چي د دې له خوا تعقيب کېدونکې تګلاره «د هيواد له پاره بهترينه» لاره ده. مې زیاته کړه چې «ملي ګټې» د دغه تړون لاسلیک کېدل ايجابوي. مې په دغه خبري ناسته کي د هغې د استعفأ د غوښتنو په تړاو وويل چي هيڅ دا ډول اراده نه لري. مې دا هم روښانه کړه چي د برېکزيت په تړاو د بل رېفراندم سخته مخالفه ده.

تر ملاتړو زيات مخالفين

تېرېزا مې د اروپايي اتحاديې له استازو سره تر زياتو لیدونو وروسته د برېکزيت د تړون مسوده چمتو کړې. خو د دغې مسودې پر وړاندي نه يوازي اپوزیسیون بلکه پخپله د مې ګوند ځینې استازي هم ملاحظې لري.

آلمانۍ مبصرې يولي کورڅ د آلماني تلويزيون (ARD) سره په مرکه کي وويل چي تېرېزا مې يوه داسي د برېکزيت د تړون مسوده چمتو کړې چي په منفي توګه ورته د «هنرې ټوټې» خطاب کېدلای سي.

د کورڅ په وينا دا ځکه چي «دغه مسوده د برېکزيت غوښتونکو او په همدې شان د برېکزيت نه غوښتونکو د ناخوښۍ سبب سوې ده.» د کورڅ په وينا تازه تر سره سوو نظر پوښتنو ښودلې چي د مې د برېکزيت د جوړجاړي پر وړاندي له پوښتل سوو بريتانويانو صرف ۱۴ سلنه ملاتړې ده.

يولي کورڅ وويل چي له زیات وخت راهيسي د مې پر وړاندي مخالفتونه موجود دي. د هغې په وينا خو د هغې ګوند د «مې له پاره بل بديل نه لري» او دا چي له «نوو ټاکنو څخه بيره لري» او له همدې کبله يې لا تر اوسه په بشپړه توګه له مې څخه ملاتړ نه دی اخيستی.