بريتانيه په افغانستان کي خپل سرتيري نورهم پياوړي کوي
۱۳۸۷ بهمن ۶, یکشنبهد بريتانيا يوې خبري اونيزي،News of the World ته هيوتن، نن وويل، د طالب جنګياليو د ناڅاپي بمي حملو پر ضد د بريتانوي سرتيرو ساتنه د هغه له پاره ترهر څه لومړيتوب لري. هغه وعده وکړه چي حکومت به « په دې موضوع کي تصميم ونيسي.»
د دفاع وزير وويل:« د جګړې په ډګر کي موږ کارپوهانو ته اړتيا لرو.» هغه زیاته کړه:«موږ به هلته ځيني وسايل او کسان واستوو تر څو زموږ د سرتيرو ښه ساتنه وسي، خو زه نه غواړم چي طالبان له دې نوي اقدام څخه خبر کړم.»
هيوتن ژمنه وکړه چي حکومت به دې موضوع ته زياته پاملرنه وکړي او په روان ميلادي کال کي به هغه د ټولو مسايلو په سر کي ځای ولري.
د فرانس پر س خبري آژانس د خپل رپوټ په دوام کي کاږي: خو په لندن کي د دفاع وزارت ټينګار لري چي د سرتيرو د شمېر د ډيرولو اعلان يو سمدلاسه اوپه مخکي پروت اقدام نه دی.
هغه وزارت وويل،د News of the World رپوټ يوازي يو اټکل دی چي ګواکي بريتانيا تصميم لري 300 نور سرتيري چي د مين شنډولو ماهرين دي، او 24 نوري څرخي الوتکي افغانستان ته واستوي.
د هغه وزارت يو وياند چي نوم يې نه دی ښودل سوی، د فرانس پر س خبري آژانس ته وويل:« په افغانستان کي ډيري مرګ ژوبلي د پټ کړای سوو چاودونکو وسايلو له امله رامنځ ته سوي دي.» هغه زیاته کړه:«موږ زیار باسو چي له دغه مخ پر ډيرېدو پرله پسې ګواښ څخه د خپلو سرتيرو د ساتني له پاره ښيې لاري چاري پيدا کړو. موږ د عسکرو د شمېر سطح تل تر غور لاندي نيسو»
د بريتانيا د دفاع وزير جان هيوتن، تيره د ناټو پر غړو هيوادونو باندي سخته نيوکه وکړه چي افغانستان ته د نوروسرتيرو په استولو کي يې نيمګړتيا کړې او کوي يې. هغه وويل : يوازي«غوړي خبري» بسيا نه کوي. ده له کوم خاص هيواد څخه نوم وانه اخيستی چي بايد په دې برخه کي ځان وښوروي، خو يادونه يې وکړه، دا به انصاف نه يي چي انتظار وسي ترڅو« امريکايان ټول بار پر خپلو اوږو وليږدوي.»
تر متحده ايالاتو وروسته بريتانيا دوهم ستر هيواد دی چي په افغانستان کي ډير سرتيري لري. د هغوی شمېر اوس 8300 ته رسيږي چي ډيری يې د هلمند په ناکراره ولايت کي مېشت سوی، چي له طالبانو سره په خونړيو نښتو کي لاس او ګريوان دي.