1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهبریتانیا

بريتانيا د طالبانو له بنده د خپلو اتباعو د خلاصون اعلان وکړ

۱۴۰۲ مهر ۱۸, سه‌شنبه

د بریتانيا حکومت د طالبانو ادارې له توقیفه د خپلو څلورو اتباعو د خلاصون هرکلی کړی دی او د دغو بريتانوي اتباعو له خوا «د افغانستان له قوانینو څخه د هر ډول سرغړونې» له امله یې د هغوی د کورنیو په استازیتوب بخښنه غوښتې ده.

https://p.dw.com/p/4XLwt
د طالبانو پولیس په کابل کې
د طالبانو پولیس په کابل کېانځور: Shafiullah Kakar/AFP/Getty Images

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سه شنبې په ورځ وویل: «موږ د خپلو هغو څلورو اتباعو د آزادۍ هر کلی کوو چې د افغانستان له قوانینو د سرغړونې په تور د طالبانو له خوا نیول شوې ول.»

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې ده: «د افغانستان له قوانینو څخه د سرغړونې په باب موږ د خپلو دغو اتباعو د کورنیو په استازیتوب د افغانستان له اوسني حکومت څخه بخښنه غواړو.»

د بریتانیا حکومت نده په ډاګه کړې چې یاد کسان په کوم تور نیول شوې ول. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وایې: «موږ خپلو ټولو اتباعو ته د دې یادونه کوو چې په بهر کې د تروریزم هر ډول قوانینو سره په مطابقت عمل وکړې او د منزل هیواد قوانین هم مراعات کړي.»

دا نه ده څرګنده چې دغه کسان کله نیول شوي دي. د روان کال په اپریل میاشت کې بریتانوي چارواکو اعلان وکړ چې د طالبانو د ادارې له زندانونو څخه د دغه هیواد د دریو اتباعو د خوشي کولو هڅې روانې دي.