1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدڼ: له افغانانو سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکوو

۱۴۰۲ شهریور ۹, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر جو بایدن له افغانستانه د امریکا د وروستي سرتیري د وتلو د دوهم کال په مناسبت په یوه خپره شوې اعلامیه کې د خپلو سیاسي نمایندګیو او پوځي مامورینو د هڅو ستاینه کړې او وايي چې ۱۱۷ زره افغانان یې منلي دي.

https://p.dw.com/p/4VoCt
USA Präsident Joe Biden
انځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

له نن څخه دوه کاله وړاندې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیښود او د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۳۱مه له افغانستانه د امریکا وروستي سرتیري هم دغه هیواد ترک کړ.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په حواله نن سپینې ماڼۍ یوه خبرپاڼه خپره کړې چې پکې یې د افغانستان په تړاو د خپلو سیاسيونو او پوځیانو د هڅو ستاینه کړې ده. ولسمشر بایدن د اعلامیې په یوه برخه کې ویلي: «زه د پوځي غړو، دیپلوماتانو، استخباراتو متخصصینو او د پراختیا متخصصینو څخه د تل له پاره منندوی یم چې نه یوازې یې د متحده ایالاتو د افغانستان د ماموریت د پرمخ بیولو له پاره دوې لسیزې په ګډه کار کړی، بلکې په هوډ او زړورتیا سره... یې له افغانستانه زموږ وتل هم ترسره کړل. په افغانستان کې په ګډه، دوی د تاریخ یو ترټولو ستر تخلیې ماموریت عملي کړ چې پکې ۱۲۰ زره کسان له افغانستان وایستل شول.»

د امریکا ولسمشر همدا راز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قربانیو ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان په جګړه کې امریکا متحده ایالاتو خپل ۲۴۶۱ سرتیري له لاسه ورکړي او ۲۰ زره او ۷۴۴ تنه نور بیا د جګړې او ماموریت پرمهال ټپیان شوي دي.

له نن څخه دوه کاله وړاندې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیښود او د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۳۱مه له افغانستانه د امریکا وروستي سرتیري هم دغه هیواد ترک کړ.
له نن څخه دوه کاله وړاندې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیښود او د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۳۱مه له افغانستانه د امریکا وروستي سرتیري هم دغه هیواد ترک کړ.انځور: Andreas Rentz/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د دې اعلامیې په یوه برخه کې ویلي چې متحده ایالات اوسمهال په پوره مهارت سره له خپلو دپلوماتانو، استخباراتي او پوځي سرچینو استفاده کوي څو په افغانستان کې د ترهګرو له شره متحده ایالات خوندي وساتل شي. نوموړې ویلي: »موږ وښووله چې موږ په سیمه کې دایمي پوځي حضور ته اړتیا نه لرو ترڅو د ترهګرو او هغوی چې موږ ته زیان رسوي، مخه ونیول شي.«

ولسمشر بایدن همدا راز د تخلیې ماموریت په ترڅ کې امریکا ته د نویو افغانانو د تللو ننګه هم کړې او دا یې د امریکا متحده ایالاتو د ژمنتیا په توګه یاده کړې ده. بایدن زیاته کړې: «زه ویاړم چې زموږ ملت تر ۱۱۷ زره زیاتو نویو افغانانو ته ښه راغلاست ووایه ... موږ به د افغانانو ملاتړ ته هم دوام ورکړو، او موږ ویاړو چې په افغانستان کې د بشري مرستو تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکی یو.»

آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟

تر ۲۰ کاله پوځي ماموریت او لوړو لګښتونو وروسته، د امريکا متحده ايالاتو وروستي عسکر، د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۳۰ ڼېټه د شپې ناوخته له افغانستانه ووت او په دې توګه د امریکا د تاریخ تر ټولو ستره جګړه پای ته ورسیده او په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته طالبان یو ځل بیا واک ته ورسیدل.