1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن غواړي له افریقا سره ملګرتیا ته پراختیا ورکړي

۱۴۰۱ آذر ۲۴, پنجشنبه

امریکا متحده ایالات غواړي په راتلونکو کلونو کي د افریقايي هیوادونو سره اقتصادي همکارۍ ته ډیره پراختیا ورکړي.

https://p.dw.com/p/4Kxz8
USA US-Afrika-Gipfel der Staats- und Regierungschefs Joe Biden
انځور: Michael Reynolds/Pool via CNP/picture alliance

جمهوررئیس جو بایدن په واشنګټن کي د امریکا-افریقا د یوې سرمشریزي پر مهال په دغه براعظم کي د ډېرو سرمایه ګذاریو اعلان وکړ. په خبره یې، که «افریقا بریالیتوب ولري، بیا نو امریکا هم کامیابه ده. او بیا نو ټوله دنیا هم بریالۍ ده».
هغه ټینګار وکړ، چي پر هیڅ نوع بین المللي چلنجونو باندي بې له افریقا څخه غلبه نسي حاصل کیدلای. د امریکا حکومت غواړي په دغه سرمشریزي او ميلیاردونو ډالرو وعدې ورکولو سره په افریقا کي د چین او روسیې د مخ پر ډیریدونکي نفوذ مخنیوی هم وکړي.