1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن د جمهوري غوښتونکو سره د گډ کار کوښښ کوي

۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو جمهوررئیس، جوبایدن د کانگرس تر انتخاباتو وروسته غواړي خپل سیاسي حریف ته نژدې سي.

https://p.dw.com/p/4JJ25
USA I Joe Biden spricht nach US-Midterms
انځور: Mandel Ngan/AFP

هغه په واشنگټن کي امادگي وښووله، چي غواړي د جمهوري غوښتونکو سره گډ کار وکړي. هغه همدارنگه وویل چي په بالي کي د جي شل تر سرمشریزي وروسته به د جمهوري غوښتونکو مهم مشران سپیني ماڼی ته رادعوت کړي او پردې به سره مشورې وکړي چي څنگه کولای سي، گډ کار سره وکړي. 

د تیري سې شنبې ورځي په انتخاباتو کي دیموکراټانو تر انتظار برخلاف ښه نتایج په لاس راوړل، کوم چي بایدن «د دیموکراسۍ له پاره یوه ښه ورځ» وبلله. خو جمهوري غوښتونکي به سربیره پردې احتمالأ د نمایندگانو په مجلس کي اکثریت تر لاسه کړي.