1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بالاخره ایټالیي په بیړۍ کې ایسار پاتې شوي مهاجر ومنل

۱۳۹۹ تیر ۱۵, یکشنبه

د پناه غوښتونکو له خوا د ځان وژنې تر هڅې وروسته بالاخره ایټالیي په اوشن وائکنګ نومې کښتۍ کې ایسار پاتې شوي پناه غوښتونکي ومنل. په دې بیړۍ کې ۱۸۰ تنه پناه غوښتونکي موجود دي.

https://p.dw.com/p/3eovJ
EU Migranten Symbolbild
انځور: Reuters/Ocean Viking

«اوشن وائکنګ» یوه شخصي کښتۍ ده چې په سمندر کې د بند پاتې شویو مهاجرو د ژغورنې په برخه کې فعالیت کوي. په سمندرونو کې له مهاجرو سره د مرسته کونکي اروپایي خیریه ټولنې «اس او اس مدیترانی» په حواله دغې کښتۍ د جون میاشتې له ۲۲ نیټې را په دیخوا په څلورو مختلفو ځایونو کې له ستونزو سره مخامخ شوي پناه غوښتونکي ژغورلي وو. د دغو پناه غوښتونکو مجموعي شمیر۱۸۰ تنو ته رسید چې له لیبیا څخه اروپا ته د ځان رسونې په هڅه کې وو.

له هغه وخت راهیسې دغې کښتۍ د ایټالیې او مالتا هیوادونو په ۷ مختلفو بندرونو کې د لنګر اچونې هڅه کړې وه، خو د اړونده مسئولینو له خوا ورته اجازه نه وه ورکړل شوې.

اس او اس مدیترانې، د جمعې په ورځ خبر ورکړی وو چې په کښتۍ کې د یو شمیر مهاجرو وضعیت دومره خراب شوی دی چې ځینو یې حتی د ځان وژنې هڅه کړې ده.

Italienisches Ärzte Team auf der Ocean Viking
انځور: picture-alliance /SOS Mediterrane/F. Gasperini

ایټالوي چارواکو اوس دغې کښتۍ ته د طبي کارکونکو یوه ډله لیږلې ده چې په کښتۍ کې د موجودو پناه غوښتونکو د کرونا ټیسټ یا معاینه ترسره کړي او تر هغې وروسته به دوی د دوشنبې په ورځ د سیسلي بندر ته نږدې د «موبي زازا» په نامه سمندري بیړۍ ته انتقال کړای شي. دغه پناه غوښتونکي به د یو څه وخت له پاره د قرنطين په توګه په دې بیړۍ کې پاتې وي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د اروپایي اتحادیي له نورو هیوادونو هم غوښتي دي چې په مدیترانه کې ژغورل شوي پناه غوښتونکي دې ومني. زیهوفر ویلي دي چې تر اوسه پورې یوازې پنځو یا شپږو اروپایي هیوادونو دا کار کړی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر له «وېلټ ام زونټاګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې ده چې د آلمان له خوا د اروپایي اتحادیي د مشرۍ په دور کې به د مهاجرو په اړه یوه سیاسي معاهده لاسلیک شي. د هغه په خبره په دې کې به د پناه غوښتونکو د دوسیو له ابتدایي ارزونې نیولې بیا د هغو پناه غوښتونکو بیرته خپلو هیوادونو ته د استولو پروګرام شامل وي چې په اروپایي هیوادونو کې یي د پناهندګۍ درخواستونه رد شوي وي.

د زیهوفر په وینا «یوازې هغه کسان به د اروپایي اتحادیي په غړو هیوادونو کې میشت کړای شي چې دا ادعا ثابت کړای شي چې پخپله ورته خطر متوجه دی.»

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص