1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارتر سوداګري د اقتصادي بندیزونو د اغیزو کمولو بدیل لاره؟

۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبه

اقتصاد پوهان وایې هغه هيوادونه چې د اقتصادي بندیزونو سره مخ دي بارتر یا جنس په جنس تجارت ته یې مخه کړې ده. روسیه، ایران، شمالي کوریا، پاکستان، ترکیه او په وروستیو کې افغانستان هغه هيوادونه دي چې «مال په مال» تجارت کوي.

https://p.dw.com/p/4TPLb
Afghanistan | Eid Feierlichkeiten
انځور: Sanaullah Seiam/AFP/Getty Images

د اقتصادي چارو څیړونکی قیس محمدي وایې، بارتر تجارت د ډېر پخوا زمانې عنعنوي تجارت بڼه ده، چې څو پېړۍ مخکې انسانانو د خپلو اړتیاوو پوره کولو له پاره ترې استفاده کوله.

محمدي دویچه ویله ته د بارتر سوداگرۍ په هکله وویل: «بارتر تجارت د فزیکي پیسو نه موجودیت صورت کې بدیل لاره وه، خو ستونزې یې هم لرلې، د بېلګې په توکه له یو شخص سره به یو جنس موجود و او غوښتل به یې له بل شخص سره موجود توکي ترلاسه کړي، خو مقابل لوري به له لومړي شخص سره موجود جنس ته ضرورت نه درلود، چې ډېر کله به سوداګریزه معامله نه کیده.»

ښاغلی محمدي زیاتوي هغه وخت چې فزیکي پیسې پیدا شوې د جنس په جنس سوداګرۍ ځای ډالر، یورو او نورو پولي واحدونو ونیو. خو اوس هم د افغانستان په ځينو سیمو په ځانګړي ډول بدخشان ولایت واخان او پامیر اوسیدونکي، چې نغدي پیسو سره ډېر بلد نه دي له بارترګټه اخلي او د اړتیا وړ جنس بدل کې مقابل لورې ته د پیسو په عوض بل جنس ورکوي.

په ورته وخت کې، د پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو فدراسيون مسوولین له افغانستان سره د بارتر تجارت (د جنس بدل کې جنس) په مروج کولو ټينګار کوي: «په افغانستان کې د طالبانو پر ادارې له اقتصادي بندیزونو سره د بانکونو له لارې د پیسو انتقال کې محدودیتونه وضع شوي نو، اوس اړینه ده چې دواړه هېوادونه بارتر تجارت پراخه کړي.»

اقتصاد پوهان وایې هغه هيوادونه چې د نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخ دي بارتر (جنس په جنس) تجارت ته یې مخه کړې ده.
اقتصاد پوهان وایې هغه هيوادونه چې د نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخ دي بارتر (جنس په جنس) تجارت ته یې مخه کړې ده. انځور: AP

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو فدراسیون داسې مهال له افغانستان سره د بانک له لارې د پيسو د لیږد ستونزو او بارتر سوداګرۍ د زیاتوالي غوښتنه کوي، چې تازه پاکستان له ایران او روسیې سره د نغدي پیسو په ځای د جنس په جنس سوداګري پروسه پېل کړی ده.

آن تر دی، چې پاکستان لومړي ځل له پاره له روسیې څخه خام تېل په ډالر نه بلکې، په چینایي کرنسۍ وپېرل.

د پاکستان د پټرولیم وزیر مصدق ملک رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «د امریکایي ډالر په وړاندې لویدلې پاکستانۍ کلدارې مارکیټ کې لومړي ځل له پاره د ډالر په ځای په چینایي یوان له روسیې تیل واردول مهم ګام دی، دا د پاکستان تجارت کې لوی تحول دی.»

اقتصاد پوه قیس محمدي وایې، بارتر اوس هم په نړۍ کې اهمیت لري او د استفادې وړ دی. هغه زیاتوي: »جنس په جنس تجارت هغو هيوادونو کې مخ پر پراختیا دی، چې د نړیوالو اقتصادي بندیزونو یا ډالر کمښت سره مخ دي. روسیه، ایران، سوریه، شمالي کوریا» د بانکونو، ویسټرن یونین او مني ګرام له لارې د پیسو انتقال محدودیت له امله بارتر سوداګري لري، خو د جنس ارزښت محاسبه بیا هم په پولي واحد کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرستیال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بارتر سوداګرۍ هر کلی کوي، خو د سوداګرۍ بیلانس کې لوړ توپير په نظر کې نیولو سره یې د اوس له پاره ګټور نه بولي.

د سوداګرۍ خونې معلوماتو له مخې د افغانستان او پاکستان کلنی تجارت شاوخوا دوه نیم میلیارد ډالر دی، چې په دې کې د افغانستان ټول صادرات یو میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالرو ته رسیږي.

ش.ش / خ.ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie