1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا: ژغورونکې عمله د نورو قربانیانو په لټه کي ده

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

د ایټالیا د ایسکیا په جزیره کي ترمځکي ښویدني او سیلابونو وروسته، چي یو تن پکښي مړ او ډیر کسان زخمیان سول، ژغورونکې عمله بیا هم په نورو ورکو سوو کسانو پسي گرځي.

https://p.dw.com/p/4K8mk
Italien Ischia | Erdrutsch
انځور: ANSA/AFP

لکه څنگه چي رسنیو رپوټ ورکړی دی، ژغورونکې عمله پرون ټوله شپه په هغوی پسي په لټه کي وه. د ایټالیا حکومت په همدې منظور نن غرمه عاجله جلسه رابللې ده، تر څو په سیمه کي اضطراري حالت اعلان کړي. دا د نورو تر څنگ ځکه ضروري دي، چي هلته په نظر کي نیول سوي پیسې ژر ورسیږي.