1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا په ښوونځیو کې د جنسي زده کړو له تدریس ولې ډډه کوي؟

۱۴۰۲ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

ایټالیا یو له هغو نهو اروپايي هیوادونو څخه دی، چې په ښوونځیو کې د جنسي زده کړه تدریس پکښې جبری نه دی. کارپوهان وايي چې د چارواکو غفلت د ځوانانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

https://p.dw.com/p/4Qa7X
Rom, Erster Schultag ohne Masken und Einschränkungen
انځور: Cecilia Fabiano/ZUMAPRESS/picture alliance

 له ۱۹۷۵م کال راپه دې خوا د ایټالیا په ښوونځیو کي د جنسيتي زده کړو تدریس اجباري کېدلو ته زیاتو هڅي رواني دي، خو تراوسه هم چي ۲۰۲۳م کال دی، دغه زده کړي په ملي کچه په تعلیمي نصاب کي نه دي شاملي سوي. 

هر هغه وخت، چي د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کي د جنسيتي زده کړو موضوع راپورته کېږي، نو د زده کړي چاري يې سیمه ییزو مسؤلانو ته ور سپارل کېږي.

په اروپايي ټولنه کي ایټاليا یوازینی هیواد نه دی، چي په دې برخه کي يې پرمختګ نه دی کړی، بلکي په بلغاریا، پولینډ، لیتوانیا، هنګري، رومانیا، سلواکیا،کرواسیا او اسپانیا کي هم په ښوونځیو کي ځوانانو ته دیادي موضوع په اړه دوامداره زده کړي نه ورکول کیږي.

هغه ځوانان، چي په انټرنیټ کي زده کړه کوي

پلايي په دې اړه اندېښنه لري، چي ځوانان به د جنسيتي موضوعګانو په اړه د خپلو پوښتنو ځوابونه په انټرنیټ کي وپلټي. د ده په خبره په انټرنیټ کي پر دې سربېره چې د جنسي زده کړو او ساري جنسي ناروغیو په هکله نا کره او نیم ناکره  معلومات د ترلاسه کولو خطر شته، د دې ترڅنګ په انټرنیټ کي دلوڅو فلمونو یا پورونو ګرافي بېلا بېل ډولونه هم موجود دي.

پلايي زیاتوي:« سیکس په انټرنیټ کي ډېر په تاوتریخجنه بڼه ښوول کېږي او اکثره وخت نژدا پرستانه یا پدوفيلي (ماشومانو ته جنسي تمایل) ماهیت لري. دا د جنسي زده کړو پرځای د ډېري سرګیچۍ سبب کیږي او نورې ستونزې هم لري چې ځوانان ورسره لاس او ګریوان کیږي.«

په ایټالیا او پاته نوري اروپا کي یوشمېر مقاربتي ناروغۍ لکه کلامیدیا او سیفلیس یوار بیا د زیاتوالي په حال کي دي.

اړوند: 

«د جنسي تجاوز شرم باید له قرباني څخه متجاوز ته انتقال کړو»

ارواپوه او د ایټالیا د سیکسیولوژۍ مرکز مشره ماریا کریستینا فلوریني په دې اند ده، چي ځوانانو ته باید د سیکس او روغتیا په اړه معلومات ورکړل سي، بلکه په دې اړه له هغو سره باید خبري اتري هم وسي.

هغه وايي:«ښوونکي باید د کال په اوږدو کي د جنسي زده کړو یاده موضوع مطرح کړي. دوی خپل زده کوونکي په ښه ډول پېژني او هر یو ته بېلا بېل لاسرسی لري.» 

ارواپوهه او د ایټالیا د سیکسولوژي مرکز مشره ماریا کریسټینا فلوریني په دې اند ده، چي ځوانانو ته باید نه یوازې د سیکس او روغتیا په اړه معلومات ورکړل سي، بلکې باید له هغوی سره په دې اړه خبري اتري وسي.

د فلورینې په خبره، د دغسي موضوعګانو د وړاندي کولو لپاره غیري رسمي فضاء ډېره مرسته کوي او که چیري دغسي یو چانس چمتو سي، زده کوونکي زده کوي، چي د جنسي روغتیا په اړه ګام پورته کولو مسؤلیت پر خپله غاړه واخلي او دا دي هم نه هیروي، چي د نورو په وړاندي هم مسؤلیت لري.

د جنسي زده کړو د تدریس مخه څوک نیسي؟

د ایټالیا د سیکسولوژۍ مرکز د نورو ډېرو بنسټونو په ډول دی چې هڅه کوي حکومت د جنسي زده کړو ارزښت ته متوجه کړي. د کوچنیانو اروا پوه پلايي هم په دې باور دی، چي ایټالیا په ډیجیټلي نړۍ کي د جنسي زده کړو یوې طرحې ته اړتیا لري.

اړوند: په سعودي عربستان کي د کوچنيانو سره د جنسي اړيکو پر ضد کمپاين

په ۲۰۱۲م کال کي د ولس غوښتني پنځه ستوریز غورځنګ څخه استفانیا اسکاري، په تېرو ۴۵کالو کي شپاړسم وار هڅه وکړه، چي په ښوونځیو کي جنسي زده کړه الزامي سي، چي بالاخره ناکامه سوه. په دې برخه کي د ایټالیا اوسنۍ رهبري لوی خنډ دی.

اوسمهال دغه قضیه د ښووني او روزني د وزیر اود ایټالیا د ښی اړخي ګوند غړي والدیتار تر لاس لاندي ده او نوموړی هغه څه چي«جنسي تبلغ یا پروپاګنډ» بولي مخالف دی او په دې برخه کي د مور او پلار رول ډېر مهم ګڼي اوملاتړ يې کوي.

اړوند: برتانیه: په ښوونځیو کي د جنسي اړیکو مضمون تدریسیږي

لیګ ګوند د اوسني حکومت یوه برخه ده، چي د لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني په مشرۍ د ښی اړخي افراطي«د ایټالیا وروڼه» او محافظه کار ګوند فورزا ایټالیا سره په ګډه پر هیواد حکومت کوي.

ایټالوی څېړونکی پلايي وايي:« زه اوسمهال په ملي کچه د جنسيتي زده کړو په اړه هیڅ بحث نه وینم، چي له دې جنجالي زده کړو د وړاندي کولو سره یوه نوې طرح مرسته وکړي.»

له روم څخه د یوې نوښتګرې ډلې فشار

یوشمېر سیاسیون د جنسي زده کړو د اجباري کولو لپاره ټینګار ته دوام ورکوي او د روم ښار شورا دریو غړو پروسږکال په دې اړه یوه عریضه هم چمتو کړې وه.   

ایوا ویتوریا کامرینو، د دې شورا یوه ښځینه غړې هم د دې نوښت، چي کیدای سي په ملي کچه پراخ سي ملاتړ کوي.

هغې تېره اوونۍ په فریدا کي، چي یو فیمنسټي انلاین پلېټفورم دی، وویل:«)په دې برخه کي( د کلیسا له رول څخه انکار نه سي کیدای او هڅه کوي، چي پلار واکی لیدلوری یوار بیا په ټولنه کي حاکم کړي، چي پر دې بنسټ ښځي یوازي فرعي رول لري.»

اړوند:آیا طالبانو پر کانډومونو او جنسي پاروونکو وسایلو بندیز لګولی؟

د کامرینو په خبره، په ایټالیا کي د جنسي زده کړو کافي نشتوالی په تبعیض، جنسي تبعیض، د همجنسبازۍ ضد او د ښځو پر وړاندي په تاوتریخوالي پای ته رسیږي.

اوس پوښتنه دا ده، چي ایا په ښوونځیو کي به جنسي زده کړي مقاربتي ناروغۍ او نه غوښتل سوي مینداورۍ مهار کړي؟

 څېړني یوازي انتخاب سوي معلومات وړاندي کوي، خو عمومي څېړونو په ډاګه کړې ده، چي جنسي زده کړي نه یوازي په ځوان کهول کي د سالم جنسي چلن په وده کي مرسته کوي، بلکي د سیکس او روغتیا په اړه هم د دوی په معلوماتو کي زیاتوالی راولي.

زموږ له ارشیف: 

په هند کي پر ښځو باندي د تيري پرضد مبارزه