1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایټالیا

ایټالیا: مور او دوو زامنو یې خپل پلار وژلی

۱۴۰۱ مرداد ۳۰, یکشنبه

په ایټالیا کي دوو ۱۵ او ۲۰ کلنو زامنو او ۴۰ کلني مور یې د فامیلي شخړي پر مهال خپل پلار څو ځایه په چاړه وهلی او وژلی دی.

https://p.dw.com/p/4FpfZ
Italien | Coronavirus | Polizeikontrollen
د ايټالیا پولیس - د آرشیف انځورانځور: Emmanuele Ciancaglini/NurPhoto/picture alliance

دغه خبر د ایټالیا د بندري ښار، سالرنو لوی څارانوالۍ ورکړی دی. ډیرو رسنیو پرون شنبه (د اګست ۲۰ مه)  د دغه جرمي عمل په باب لیکلي دي او هغه یې یو ډیر «ظالمانه او خونړی» عمل بللی دی. ویل کیږي، چي د واله پیانا په کوچني ښار کي دغه درې سره شکمن کسان د تیري جمعې په ورځ نیول سوي دي.

د څارنوالۍ د معلوماتو پر اساس دغه جرمي عمل حتی د تیر جولای میاشتي په اخره کي تر سره سوی دی. د وژل سوي سړي ښځي د جولای پر ۳۰ مه پولیسو ته مراجعه کړې وه او ویلي یې وه، چي میړه یې  ورک سوی دی. خو پولیسو د دې په خبرو باور ونکړ او ویې غوښتل، چي د کور د مراقبتي کمرې ویدیو وګوري.

پولیسو وکولای سول، چي د هغه وخت ویدیويي فلمونه پیدا کړي. په تصاویرو کي معلومه سول، چي څنګه دغو درو سرو پر مځکه پروت سړی د یوه ۱۱  کلن کوچني په مخکي په چاړه وهي.

وروسته یې جسد په یوه پلاسټیکي کڅوړه کي اچوي او د کور څخه یې دباندي انتقالوي. اطفائیه بلاخره د هغه مړی د واله پیانا د ښار په یوه کنده (ژوره) کي پیدا کوي.
آ./م.ق.م./ا.ا.