1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادایټالیا

په ايټالیا کې یو شمیر هندي کارګر د غلامانو په څیر ساتل کیدل

۱۴۰۳ تیر ۲۴, یکشنبه

په اونۍ کې اوه ورځې کار هغه هم په سختې ګرمۍ او بدو شرایطو کې. هندي کارګرانو په ایټالیا کې په یوه فارم کې هره ورځ ۱۲ ساعته کار کوه او په ساعت یې ۴ یورو ترلاسه کولې.

https://p.dw.com/p/4iGh8
Fokus Europa | Beerenpflücker
ویل کیږي چې د دغو دوو فارمونو له مالکانو چې هندیان دي، پوښتنې ګرویږنې روانې دي.انځور: SWR

د فارمونو څښتن چې هندي وګړي دي، شتمني یې ضبط او ترې پلټنې روانې دي.په ایټالیا کې اوس له دغو خلکو ګټه اخیسته په دوه فارمونو کې پای ته رسېدلی ده. په دغو دوو ځایونو کې له ۳۰ څخه زیاتو هندي کارګرانو د غلامانو په څېر کار کاوه او د دوی کاري شرایط ډېر سخت وو.د ايټاليا قضايي قوې اعلان وکړ چې پلټونکو د شمالي ايټاليا د ورونا ښار ته څېرمه د دغو فارمونو د مالکانو شتمني، چې شاوخوا ٥٠٠ زره يورو ارزښت لري، ضبط کړې ده.ویل کیږي چې د دغو دوو فارمونو له مالکانو چې هندیان دي، پوښتنې ګرویږنې روانې دي.

کیسه له کومه پیل شوه؟

د ایټالوي چارواکو په وینا، د دغو دوو فارمونو خاوندانو خپل ۳۳ تنه هندي هیوادوال د ښه معاش او د ژوند د ښه شرایطو په برابرولو سره ایټالیا ته راوستي ول.دې کاریګرو د کار د جواز له پاره باید ۱۷ زره یورو ورکړې وای او یا به د فارم له څښتنو پوروړي پاتې کیدل. ایټالیا ته په رسیدو له دغو کسانو پاسپورټونه اخیستل شوي دي.

وروسته دغه ګاریګر اړ شوي، چې په اونۍ کې اوه ورځې او د ورځې له لسو څخه تر دولسو ساعتونو پورې په کروندو کې کار وکړي. ګمارونکو په هر ساعت کار ۴ یورو ورکولې. په ايټاليا کې د چارواکو په وينا، دغو کسانو په ويجاړو کورونو او غير انساني روغتيايي وضعیت کې ژوند کاوه او يوازې د کار له پاره یې له خپلو کورونو د وتلو اجازه درلوده. دغو شرایطو ته په کتو د ایټالیا پولیسو د «غلامۍ» خبره کړې ده.د اټکل له مخې په ایټالیا کې شاوخوا ۲۳۰ زره کسان د کرهنې په برخه کې په غیر قانوني توګه کار کوي. ویل کېږي چې ډېری دغه کډوال تر ډیره د هند او پاکستان هیوادونو اتباع دي چې د زیار او حاصلاتو تولید یې د آلمان تر پلورنځیو هم راځي.تیره میاشت، په یوه بله پیښه کې د یوه هندي کارګر لاس چې د حاصلاتو په سکتور کې یې کار کاوه، د ایټالیا د روم ښار په سویل کې په یوه صنعتي پیښه کې پرې شوی وو. د معلوماتو پر بنسټ، دغه کارکونکي ته جدي پاملرنه ونشوه، او نوموړي شدیده او د مرګ تر بریده وینه ضایع کړې وه.دغې پیښې په ایټالیا کې ډیر غبرګونه راوپارول. کار ګومارونکی چې د ايټالیې دي، د قانوني څیړنې لاندې دي او باید محکمې ته حاضر شي.

د تراژيدۍ يادون؛ د مهاجرت پر لار د يوې کورنۍ د ژوند بايلل