1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا د ۶۲۹ تنو مهاجرو کښتۍ نه قبلوي

۱۳۹۷ خرداد ۲۱, دوشنبه

د ایټالیا د حکومتي منابعو په حواله دغه هیواد د ۶۲۹ تنو مهاجرو کښتۍ په خپلو بندرونو کي نه مني او د دې په عوض یې له مالتا هیواد څخه غوښتنه کړې ده، چي هغه واخلي.

https://p.dw.com/p/2zGJi
Italien Flüchtlinge in Augusta
انځور: Reuters/A. Parrinello

دغه خبره د حکومت یوه استازي د یکشنبې په ورځ کړې ده. خو مالتا دغه غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چي دغه هیواد له دې سره هیڅ کار نه لري.

د ایټالیا د کورنیو چارو نوي وزیر ماتیو سالویني، چي د حکومتي ایتلاف په ښئ اړخي نشلسټي طرف کي راځي، د انتخاباتي مبارزې پرمهال وعده ورکړې وه، چي د مهاجرو مخ به نیسي. سالویني پرون یکشنبه په فیسبوک کي ولیکل، چي«مالتا هیڅوک نه ورپریږدي، فرانسه په خپلو سرحدونو کي مهاجر بیرته شړي او هسپانیه د خپلو سرحدونو څخه په وسلو سره دفاع کوي.»هغه زیاتوي، چي«د همدانن څخه به ایټالیاهم د انسانانو تجارت او د غیرقانوني مهاجرتونو معاملو ته د نه جواب ووايي.»

دا په داسي حال کي ده، چي تردې دمخه واضح نه وه، چي دغه ۶۲۹ تنه به واقعأ هم ایټالیا ته نه پریښول کیږي، ځکه سلویني پر بندرونو باندي د امر کولو صلاحیت نه لري. سربیره پردې د ایټاليا د نیاپل ښار ښاروال اعلان وکړ، چي دی به د مهاجرو دغي کښتۍ ته هرکلئ ووايي.

په مدیترانه کي د مهاجرو د ژغورلو او بشري مرستو سازمان- SOS د یکشنې په ورځ خبر ورکړی ؤ، چي ددوی په ژغورونکي کښتۍ کي (اکواریوس) ۶۲۹ مهاجر سپاره دي چي په منځ کي یې ۱۲۳ بې والدینو کم سنه کسان، ۱۱ نور کوچنیان او اوه تنې امیدواره ښځي دي. دغه خلگ دوی په څو مختلفو عملیاتو کي رااخیستي او ژغورلي دي. د ایټالیا د سمندري قواوو کښتیو هم انسانان ژغورلي او (اکواریوس) ته یې سپارلي دي.

په تیرو پنځو کلونو کي تر ۶۰۰۰۰۰ اضافه انسانان د کښتیو په واسطه ایټالیا ته د اروپا په هدف رسیدلي دي، په دې هیله چي هلته ښه ژوند تیر کړي. د هغوی اکثریت افریقایان دي.

زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم:( 07.05.2017 )