1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا د مهاجرت سیاست نور هم سختوي

۱۳۹۷ مرداد ۳, چهارشنبه

د ایټالیا حکومت د اروپايي ټولني هغه پیشنهاد، چي د مهاجرو د تجمع مرکزونو د جوړولو په مقابل کي به ورسره مالي مرسته وسي، په شدت سره رد کړی دی. د دې برعکس حکومت اوس غواړي له مهاجرو سره په خپل هیواد کي مرستي راکمي کړي.

https://p.dw.com/p/32438
Insbruck, Italiens Inneminister Matteo Salvini
انځور: Reuters/L.Niesner

د کورنیو چارو وزیر، ماتیو سالویني د مهاجرو په مقابل کي پر خپلي سختي تگلاري باندي ټینگ ولاړ دی. پرون  سه شنبه د اروپايي ټولني د کمیسارۍ له خوا د مهاجرو د تجمع مرکزونو د جوړولو هغه پیشنهاد، چي د اروپايي ټولني په وروستۍ سرمشریزه کي ورباندي پریکړه سوې وه، سالویني رد کړ.

هغه د اروپايي ټولني ددغه وړانديز په مقابل کي وویل، چي «که تاسي غواړۍ، پیسې بل چا ته ورکړئ، بیا دا کار وکړئ، خو ایټالیا ستاسي صدقې ته ضرورت نه لري.» ده اضافه کړه، چي «په ایټالیا کي د یوه پناه غوښتونکي مصرف له کاله له۴۰۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰ یورو پوري کیږي. ایټالیا پیسې نه غواړي، بلکي غواړي چي د مهاجرو تعداد راکم سي.»

د اروپايي ټولني کمیسارۍ د مهاجرو له پاره د تجمع مرکزونو د جوړولو هغه وړانديز چي سرمشریزي په جون کي ورباندي موافقه کړې وه، اوس مشخص او جزئیات یې بیان کړي دي. داسي چي ټوله هغه مصارف چي په دغو مرکزونو سره رامنځته کیږي، اروپايي ټولنه يې پر غاړه اخلي. هر هغه هیواد چي پخپله خوښه مهاجر قبلوي، د هر مهاجر پرسر ۶۰۰۰ یورو ورکول کيږي. خو تر اوسه پوري د اروپايي ټولني یوه هیواد هم ددغو مرکزونو د جوړولو له پاره تياری نه دی ښوولی.

په دغو مرکزونو کي باید د درو ورځو په جریان کي دا معلومه سي، چي ایا نوي راغلي مهاجر په اروپايي ټولنه کي د قبلیدو چانس لري او که څنگه؟ هغه مهاجر چي دغه چانس نه لري، باید ژر اخراج سي.

Italien Symbolbild Rettung von Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/A. Paduano

په همدې حال کي د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چي د ایټالیا حکومت غواړي له مهاجرو سره مرستي لږ کړي. د کورنیو چارو وزیر لارښوونه کړې ده، چي په اوس وخت کي تقریباً ۱۳۶۰۰۰ پناه غوښتونکو ته  په راتلونکې کي ډیري لږ پیسې ورکړي او د مدغمیدو تدابیرو، لکه د ژبي کوروسونو او یا د رواني معالجې تدابیرو ته به لږ لاس رسئ ولري.

د نوو تدابیرو پراساس به یو مهاجر په اینده کي د ورځي يوازي ۲۰ یورو اخلي، په داسي حال کي چه تر اوسه پوري له ۳۰ څخه تر۴۰ یورو ورکول کېدلې. البته په دغو پیسو کي پر مهاجرو باندي ټوله مصارف شامل دي، لکه لیلیه، ډوډوۍ او نور.

له بلي خوا بیا ملگرو ملتونو تقریبأ دوې اوونۍ دمخه د مهاجرو په ارتباط د قوانینو یوه بين المللي بسته تصویب کړه، چي د نورو ترڅنگ ایټالیا هم امضأ کړې ده. د دغي موافقې پراساس غړي دولتونه باید په خپلو هيوادونو کي مهاجرو ته د خپلو اجتماعي خدماتو د لاسرسي امکانات برابر کړي. خو د ملگرو ملتونو دغه موافقه الزامي شکل نه لري او دولتونه يې په عملي کولو باندي مکلف نه دي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 03.10.2017 )