ایساف: یوه نامعلومه شخص مشاورین وژلي دي
۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبهله دویچه ویله سره په یوې ځانگړې مرکه کې د ایساف ویاند جنرال کارستن یاکوبزون، ویلي دي چې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې دوه بهرني روزونکي وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې له پېښې وروسته د ناټو عمومي قوماندان یوه اعلامیه خپره کړې ده چې له مخې ئې د ناټو ټول مشاورین د ایساف او ناټو مرکزونو ته راغوښتل شوي دي.
یاکوبسن ویلي دي: «موږ په کابل کې د رامنځ ته شوې پېښې له جزئیاتو څخه خبر نه یو. خو یقیني خبره دا ده چې یوه نامعلومه شخص د ایساف پر دوو تنو منسوبینو باندې ډزې کړي دي چې په پایله کې ئې هغوی دواړه وژل شوي دي. موږ د پېښې په اړه د افغان چارواکو په مرسته پلټنې پیل کړي دي.»
یاکوبسن زیاته کړې ده چې حنرال الین یوه اعلامیه خپره کړې ده چې پکښې ویل شوي دي چې ناټو به له افغان چارواکو سره په گډه د دغې پېښې د روښانه کولو په موخه کار وکړي. د هغه په خبره د پېښې د عامل د پیدا کولو له پاره کار روان دئ.
یاکوبسن دا خبره منلي ده چې ناټو په افغانستان کې له ټولو وزارت خانو څخه خپل مشاورین خپلو مرکزونو ته راغوښتي دي. د هغه په خبره دا کار د مشاورینو د امنیت له پاره تر سره شوې دئ.
د یاکوبسن په خبره لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د کابل د کورنیو چارو په وزارت کې رامنځ ته شوې پېښه په افغانستان کې له روانو مظاهرو سره تړاو لري او که نه.
تر دې مخکې دوو افغان چاروکو ویلي وو چې د کورنیو چارو په وزارت کې وژل شوي دوه امریکایي مشاورین د یوې شخړې په پایله کې له منځه تللي دي. دغو چارواکو زیاته کړې وه چې امریکایي مشاورین د یوه بل بهرني وکړي له لوري وژل شوي دي خو دا خبره د ناټو د یوه ویاند جیمي کومینگز، له خوا رد شوې وه.
د دغو افغان چارواکو په خبره پېښه په داسې یوې خونې کې رامنځ ته شوې ده چې ورڅخه یوازې بهرنیو مشاورینو د کار اخیستلو اجازه لرله. دغو چارواکو د نوم د نه اخیستلو په شرط خبرې کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د پېښې پخلی کړی دﺉ خو ویلي ئې دي چې لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه دوه بهرني مشاوین څرنګه وژل شوي دي.
یو افغان چارواکي د رویترز خبري آژانس ته د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې د ډزو پر مهال په سیمه کې افغان او امریکايي سرتیري موجود ول. د دغه چارواکي په خبره لا روښانه نه ده چې دغه بهرني مشاورین د چا له خوا وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ته اوس څوک د تگ راتگ اجازه نه لري. په افغانستان کې له هغه وروسته تاوتریخوالي زیات شول چې د بگرام په پوځي اډې کې د قرآن شریف په گډون یو شمیر ديني کتابونو ته اور ورته شو.
طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخیستي ده او ویلي ئې دي چې دغه کار ئې په بگرام کې د قرآن شریف د سوځولو د بېښې د غچ اخیستلو په موخه تر سره کړی دئ. خو طالبان کله نا کله د داسې پېښو مسئولیت چې دوی نه وي تر سره کړي پر غاړه اخلي.
دا چې د کورنیو چارو په وزارت کې رامنځ ته شوې پیښه په افغانستان کې له روانو مظاهرو سره تړاو لري او که نه لا نه ده روښانه شوې.
یادښت: دغه خبر هره گړۍ تازه کیږي
مسعود جهش