1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهایران

ایراني رسنۍ د یوې جوړې د ښکلولو صحنې پر خپرولو بخښنه غوښتې

۱۴۰۲ فروردین ۱۲, شنبه

يوه دولتي ايراني تلويزيوني چېنل بخښنه غوښتې چې د داسې يوې جوړې انځورونه يې خپاره کړي چې يو بل يې ښکلول.

https://p.dw.com/p/4PaXs
IRIB - iranisches Staatliches Fernsehen
انځور: IRIB

دغه »تېروتنه« د نسيم په نوم چېنل او ايرنا خبري اژانس په حواله د چمتو کوونکې ډلې د غفلت له کبله شوې ده. ياد چېنل چې د ساعت تېري او بوختونکې خپرونې هم چمتو کوي، اوس په دې اړه پلټنه پيل کړې ده او »په قاطعيت به د دغه غفلت د مسئولينو پر وړاندې اقدام وکړي.«

ایران انټرنیشل د امنیتي ګواښونو له امله لندن سټوډیو وتړله

د پنجشنبې په ورځ خپاره شوي يوه پروګرام کې د درو ثانيو له پاره يوه ځوانه جوړه ليدل کيږي چې د پلازمېنې تهران په يوه پارک کې يې يو بل ښکلول. دغه جوړه په ياده خپرونه کې د يوې پټې کمرې په خوا کې تېريږي چې د ټوکو او مسخرو يو پروګرام يې ثبتاوه. د خپرونې دغه صحنه په انترنتي رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوې ده.

زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

خو د سړو او ښځو ترمنځ د هر ډول بدني تماس خپرول د ایران په دولتي چېنلونو کې منع دی. په ۲۰۲۱ کال کې د دولتي تلويزيون ښځینه او نارینه ويندويانو بخښنه وغوښتله ځکه چې د يوې ژوندۍ خپرونې پرمهال سره ورغاړه وتلي وو. دغې پېښې هم ناندرۍ راپارولې وې. يادې جوړې وروسته وويل چې دوی نه پوهېدل چې خپرونه په ژوندۍ بڼه د خپرېدو په حال کې وه.

زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: